د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار امنیه قومندانۍ: ارغنداب کې ۱۲۹ طالبان وژل شوي


د کندهار ارغنداب ولسوالي
د کندهار ارغنداب ولسوالي

د افغانستان دفاع وزارت وايي د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې دفعه کړي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه نومبر۲ (لړم۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادې ولسوالۍ په تابین، چارغلبه، ده سبزي او شاه آغادوراهي سمیو کې افغان ځواکونو لسګونه وسله وال وژلي او ۳۷ نور ټپي شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې په دغه جګړه کې د طالبانو ۳۰موټرسایلکونه، چاودېدونکي موادو او وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دفاع وزارت ویلي چې افغان ځواکونو په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه دفعه کړي او زیاتوي چې وضعیت د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

د کندهار امنیتي مقامات هم وايي چې تیره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې د «صفر ۳» ځانګړي قطعې او هوايي قواوو په بریدونو کې ۱۲۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې وايي چې دغه عملیات تابین، شاه اغا دوراهي، کوهک، او خسرو په ګډون د ارغنداب ولسوالۍ په نهو کلیو کې شوي.

اعلامه زیاتوي چې د ملي امنیت د «صفر ۳» ځانګړي قطعې په عملیاتو کې د ارغنداب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې مرکز او په خسرو کلي کې له چاودیدونکو توکو ډک ځانمرګو بریدونو ته چمتو شوي دوه موټره هم له منځه وړل شوي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي هم نن دوشنبه نومبر۲ (لړم۱۲« امریکاغږ ته وويل چې د کوهک کلی په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له پاک شوی او لاهم د ارغنداب ولسوالۍ په ګڼو برخو کې عملیات دوام لري.

په ارغنداب ولسوالۍ کې نن جګړه اتمې ورځې ته اوږده شوه چې لاهم شدیده جګړه دوام لري.

د ارغنداب ولسوالۍ تر څنګ د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه دوام لري.

خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته د کندهار د تازه جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG