د لاس رسي وړ اتصالات

د هند غوره لیګ کې د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر د زوی لومړۍ لوبه


ارجون ټنډولکر ۲۱ کلن دی او د هند افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر زوی دی.
ارجون ټنډولکر ۲۱ کلن دی او د هند افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر زوی دی.

ارجون ټنډولکر چې د هند د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر زوی دی، یکشنبه اپریل ۱۶ (وري۲۷) یې د آي پي ایل په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره لوبه وکړله.

کشر ټنډولکر ۲۱ کلن دی او د مومبای انډینز لوبډلې لپاره لوبه کوي چې پلار یې د کرکټ لوبې څخه تر تقاعد کیدو وړاندې د همدې لوبډلې کپتان و.

سره له دې چې د ارجون ټنډولکر څخه ښایي د ډیرو هیله وي چې د خپل پلار په شان د کرکټ په لوبې کې ډیرې منډې وکړې او نړیوال ریکارډونه جوړ کړي خو دواړه یې هیڅ نشي پرتله کېدای.

سچن ټنډولکر په توپ وهنې کې نړیوال شهرت لري او په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی دی چې د ټیسټ په لوبو کې یې ډیرې منډې کړي. هغه همدارنګه د کرکټ لومړی لوبغاړی دی چې په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ سلیزې کړي.

مشر ټنډولکر په ونه دومره ټیټ دی چې په د کرکټ په نړۍ کې په (Little Master) یا کوچني استاد پیژندل کیږي. هغه په ۱۵ کلنۍ کې د هند ملي لوبډلې ته غوره شوی و او لوبه یې وکړه.

سچن په ښي لاس توپ وهنه کوي او ورو توپ اچوونکی دی. خو زوی یې ارجن ټنډولکر په ونه دنګ او تر خپل پلار ډیر جګ دی. کشر ټنډولکر کیڼ لاسی لوبغاړی دی. هغه د کرکټ په لوبې کې د توپ وهنې په پرتله په تیزې توپ اچونې کې نوم لري.

ارجون په خپلې لومړۍ لوبې کې په دوو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځاوه. سچین او ارجون لومړني پلار او زوی شول چې د هند غوره لیګ سیالیو کې لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG