د لاس رسي وړ اتصالات

ارمنستان له روسیې څخه د خپلې بهرنۍ تګلارې د جلا کولو 'نیت' څرګند کړ 


د ارمنستان صدراعظم د روسیې له ولسمشر سره
د ارمنستان صدراعظم د روسیې له ولسمشر سره

د ارمنستان صدراعظم نیکول پشینیان په غیر مستقیم ډول روسیې ته خبرداری ورکړی که په قره باغ کې د ارمینیانو په ساتلو کې مرسته نکوي، دوی به د جرمونو د نړیوالې محکمې [آی سي سي] سره یو ځای شي.

ارمنستان د روسیې تر اغیز لاندې د «ګډ امنیتي تړون سازمان» غړې دی، چې شپږ هېوادونه په کې غړیتوب لري. د دغه سازمان یو عمده هدف دا دی چې د خپل هر هغه غړي امنیت به ساتي چې برید پرې وشي.

نیکول پشینیان د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۴ «میزان دویمه» خپل ولس ته په یوې تلویزوني وینا کې وویل چې اوسنی امنیتي ایتلاف یې «ناکافي او غیر موثر» دی.

هغه زیاته کړه: «د امنیت په کوم بهرني سیستم کې چې ارمنستان داخل دی، هغه زموږ د امنیت او د ارمنستان د ملي ګټو د ساتلو په برخه کې غیر موثر دی.» نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې اذربایجان ادعا وکړه د یوې حملې په ترڅ کې یې په بشپړ ډول ناګورنو-قره باغ تر خپل کنترول لاندې راوستی.

په دې کار سره اذربایجان بیلتون غوښتونکي ارمنیان اړ کړي، چې د سولې لپاره غاړه کېږدي. ظاهرآ، د بیلتون غوښتونکو دا ډول تسلېمېدل به د مسیحي رقیبانو او قفقار د مسلمانانو ترمنځ د تربګنۍ پای وي، چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو راوروسته له لسیزو راهېسې روانه ده.

روسیه د اوکراین په جګړې کې مصروفه ده او د دغې ستونزې په حل کې یې کومه ځانګړې مرسته ونشوه کړای. نیکول پشینیان وویل چې هېواد یې باید د جرمونو له نړیوالې محکمې سره یو ځای شي. ځکه چې دا محکمه «زموږ د امنیت په تضمین کې مرسته کولای» شي.

د ارمنستان صدراعظم زیاته کړه: «دا پرېکړه د ګډ امنیتي تړون د سامازن او روسیې فدراسیون په ضد نه ده. دا د هېواد د بهرني امنیت د ګټو خبره ده او دا اقدام زموږ د حاکمیت حق دی.» هغه په خپلو «همکارانو» غږ وکړ چې د ارمنستان «د حاکمیت درناوی» وکړي.

نوموړي د همدې میاشتې په پیل کې د جرمونو د نړیوالې محکمې اساسنامه د خپل هېواد پارلمان ته د تصویب لپاره واستوله.

د جرمونو له نړیوالې محکمې سره د یو ځای کېدو په اړه د ده خبرې، کرملین په غوصه کړی دی. تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ارمنستان تورن کړ چې په دا ډول مفکورې سره «په اور باندې تیل پاشي».

تېره میاشت مسکو د ارمنستان سفیر هم احضار کړی و، چې ولې یې د سوله ساتي په یو پوځي تمرین کې د امریکايي ځواکونو د کوربتوب پرېکړه کړې. د روسیې په دولتي تلویزیون کې نیکول پشنیان او نور همکاران یې غندل کېږي چې ولې په مسکو انتقادونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې قاضي توموکو اکاني د مارچ په میاشت کې د جنګي جرمونو له کبله د ورسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د نیولو حکم صادر کړ. پوتین تورن دی چې په ناقانونه توګه یې د اوکراین ماشومان تبعید کړي دي.

پوتین له دغې پرېکړې وروسته د جرمونو د نړیوالې محکمې غړو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه کړې، ویره لري چې ونه نیول شي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG