د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان ژمنه وکړه چې د قره باغ سیمې ارمنیانو سره به د مساوي اتباعو په توګه چلند وکړي


د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ د اذربایجان، ارمنستان او امریکا دپلوماتان
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ د اذربایجان، ارمنستان او امریکا دپلوماتان

اذربایجان د شنبې په ورځ سپټمبر۲۳ (تلې لومړۍ) له ملګرو ملتونو سره ژمنه وکړه چې د ناګورنو قره باغ د جنجالي سیمې له ارمنیانو سره د مساوي هیوادوالو په توګه د چلند تضمین کوي؛ هغه سیمه چې د بېلتون غوښتونکو د څو لسیزو کنټرول وروسته باکو په چټکۍ سره بېرته ونیوله.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون بایراموف د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل: "یو ځل بیا غواړم ټینګار وکړم چې اذربایجان هوډ لري د اذربایجان د قره باغ سیمې اوسیدونکي د مساوي اتباعو په توګه بیرته مدغم کړي."

هغه وویل: "د اذربایجان اساسي قانون، ملي قوانین او نړیوالې ژمنې چې مونږ یې کړې دي، دې موخې ته د رسېدو لپاره قوي زمینه برابروي."

اذربایجان د شنبې په ورځ په چټکو عملیاتو کې د قره باغ د غرنۍ سیمې کنټرول بیرته ترلاسه کړ. د سیمې ارمني بېلتون غوښتونکو د جمعې په ورځ موافقه وکړه چې د مسکو په منځګړیتوب د یوې موافقې له مخې خپلې وسلې تسلیم کړي.

که اوربند دوام وکړي، دا به د قفقاز سیالو هیوادونو ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګړې د پای نښه وي چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې له دریو لسیزو راهیسې روانه وه.

بایراموف وویل: "مونږ په ټینګه باور لرو چې د اذربایجان او ارمنستان دواړو لپاره یو تاریخي فرصت دی چې ښه ګاونډیتوب رامنځته کړي او په سوله کې سره ګډ ژوند وکړي. "

ارمنستان چې د وګړو اکثریت یې مسیحیان دي، اذربایجان چې یو اکثریت میشته مسلمان هیواد دی د ارمنیانو د توکمیزې تصفیې په پلان تورن کړی دی.

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر چې په نړیواله کچه د اذربایجان یوه برخه ده، دوه ځلې جګړې کړي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي ددې اتحاد غړي جمهوریتونه وو، چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG