د لاس رسي وړ اتصالات

اذربایجان او ارمنستان توافق وکړ چې په ملکیانو به برید نه کوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران په ژنیو کې په یوې غونډې کې دې موافقې ته ورسېدل چې د ناګورنو-قره باغ په جګړې کې به په قصدي توګه ملکیان نه په نښه کوي.

تر دې دمه په دغې جګړې کې په دواړو خواو کې سلګونه ملکیان وژل شوي دي.

دغو هېوادونو تېره ورځ د امریکا، روسیې او فرانسې په منځګړتوب په ژنیو کې دغه موافقه وکړه.

دوی ومنله چې نه به ملکيان په نښه کوي او‌ نه به ملکي تاسیسات په نښه کوي او همدغه راز مړي او د بندیانو لست به هم تبادله کوي.

په غونډه کې په اوربند توافق ونشو.‌ تر دې مخکې دواړو غاړو درې ځلې اوربند کړی و چې مات شوی و. وروستی اوربند چې د یکشنبې په ورځ مات شو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په منځګړتوب شوی و.

د دواړو خواو ترمنځ جګړه د سپتمبر په ۲۷ پېل شوې ده او تر دې دمه سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

دا د ۱۹۹۴ له اوربند وروسته، د دغو هېوادونو ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کیږي.

ارمنستان په ۱۹۹۱ کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته له اذربایجان څخه خپلواکي ترلاسه کړه چې بیا جګړه پیل شوه او د ۱۹۹۴ تر اوربند مخکې په کې ۳۰زره کسان ووژل شول.

دوی دواړه د ناګورنو-قره باغ په مالکیت دعوه لري.

XS
SM
MD
LG