د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: ارمنستان د قره باغ په جګړه کې له کردي جنګیالیو کار اخلي 


د اذربایجان او ارمنستان جګړه
د اذربایجان او ارمنستان جګړه

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، ویلي چې ارمنستان د اذربایجان پر ضد په جګړه کې د کردي ملیشو څخه کار اخلي.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۷) وویل چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره یې په تیلیفوني تماس کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو د مخ په زیاتیدونکي ښکیلتیا په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي اردوغان وویل چې هیواد یې په مخلصانه توګه د قره باغ د کړکیچ د حل په هڅو کې عمل کوي او په وینا یې روسیه هم پدې هکله ښه نیت لري.

ددې سره جوخت اذربایجان او ارمنستان د چهارشنبې په ورځ یو بل د جګړې په بیا پیل کولو او د قره باغ په شاوخوا کې د ملکیانو په وژلو تورن کړي دي.

اذربایجان ویلي دي چې د قره باغ په شمال ختیځ کې د باردا پر ښار باندې د ارمنیانو د راکټي بریدونو په وجه لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.

له بلې خوا د قره باغ د سیمې مقاماتو چې ارمنستان یې ملاتړ کوي، ویلي دي چې ازربایجان د سیمې په دوو سترو ښارونو راکټي بریدونه کړي دي. د هغوی په وینا پدغو بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

په قره باغ کې وروستۍ نښتې چې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو او د ازربایجان او ارمنستان د خپلواکۍ راپدیخوا بیساري ګڼل شوي د جګړې د پراخیدو او په جګړه کې د ترکیې او روسیې د ښکیلتیا په هکله اندیښنې زیږولي دي.

د قره باغ جګړه همداشان هغو پایپ لاینونو ته ګواښ ګڼل کیږي چې له ازربایجان څخه نړیوالو بازارونو ته تیل او ګاز لیږدوي.

د نړیوال قانون له مخې د ناګورنو قره باغ غرنۍ سیمه د اذربایجان د خاورې برخه ګڼل کیږي. خو ددې سیمې اکثریت اوسیدونکي ارمنیان دي او د اذربایجان واکمني نه مني. د ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۴ پورې د قره باغ په جګړو کې شاوخوا ۳۰ زره کسان وژل شوي وو.

د قره باغ مقاماتو ویلي چې د تازه جګړو د پیل راهیسې (د سپتمبر له ۲۷ نه تر اوسه ) یې ۱۰۶۸ پوځیان وژل شوي دي. اذربایجان پدې جګړه کې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې شمیرې ندي خپرې کړي خو روسیې اټکل کړی چې لږ تر لږه د اذربایجان ۵۰۰۰ پوځیان پدغو تازه نښتو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG