د لاس رسي وړ اتصالات

 د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ څلورم اوربند هم مات شو 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره شپه اعلان وکړ چې د واشنګټن په منځګړتوب اذربایجان او ارمنستان اوربند وکړ، خو له دغه اعلان څخه څو ساعته وروسته بیا جګړه شوې ده.

دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې اوربند یې مات کړی دی. دواړه غاړې د قره باغ د غرنۍ سیمې د مالکیت دعوې لري او له شاوخوا څلورو اونیو راهېسې جګړه روانه ده چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (تله ۵) اعلان وکړ چې د ارمنستان ځواکونو اوربند مات کړی او د «ترتر» او لاچین» په سیمو یې توغندي‌ توغولي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت بیا اذربایجان د اوربند په ماتولو تورن کړی او ویلي دي چې د هغوی پر سیمو یې توغندي وار کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د اذربایجان او ارمنستان حکومتونو تېره ورځ په یوې ګډې اعلامیې کې «بشري اوربند» اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له دغه اعلان وروسته په خپل ټویټر کې ولیکل: « د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف ته دې مبارک وي چې پر اوربند یې موافقه وکړه، اوربند به له نیمې شپې پیلیږي. د ډېرو ژوند به وژغورل شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په خپل ټویټر کې ولیکل چې امریکا د دواړو خواو ترمنځ «سخت مذاکرات» زمینه سازي کړه او په خبره یې دواړو خواو ومنله چې اوربند به کوي.

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې څو ورځې مخکې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وویل چې شاید په دغې جګړې له پیل راهېسې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي وي. ترکیې بیا ویلي وو که اذربایجان ترې مرسته وغواړي، چمتو ده سرتېري ور واستوي. ترکیه په دغې جګړې کې د اذربایجان ننګه کوي.

خو امریکار په نورو هېوادونو غږ کړی چې په دغه اور دې نور تیل نه پاشي.

XS
SM
MD
LG