د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د شدیدې زلزلې له کبله شاوخوا ۱۲۶ تنه مړه شوي

په چین کې چارواکو نن سه شنبه جنوري اومه (مرغومې۱۸) خبر ورکړ چې یوې شدیدې زلزلې د دغه هېواد په لېرې سیمې تبت کې لږ تر لږه ۹۵ تنه مړه کړي او سلګونه کورونه یې ړنګ کړي دي.

چارواکي وايي چې په دغو پېښو کې شاوخوا ۱۸۸ تنه نور ژوبل شوي دي.

زلزله په ځايي وخت د سهار په ۹:۰۵ شوې د دینګري په سیمه کې شوې او شدت یې د ریکتر په کچه ۶.۸ درجې و.

د چین ولسمشر شي جینپینګ وویل: «باید د تلفاتو د کمولو او د ځپل شویو د بیا مېشتولو لپاره د نجات هر اړخیز عملیات وشي.»

د چین دولتي تلویزون وايي چې له شدیدې زلزې څخه وروسته د زلزلې ځینې نور کوچني ټکانونه هم حس شوي دي.

د چین رسمي دولت اژانس سینهوا خبر ورکړی دی چې چارواکي د بېلا بېلو سیمو سره د اړیکو د ټېنګولو هڅه کوي، چې د زلزلې ځاني او مالي زیانونه وارزوي.

د سینهوا د راپور په اساس، د اطفایې او مرستو رسوونې څه باندې ۱۵۰۰ کارکوونکي ځپل شویو سیمو ته استول شوي دي. همدغه راز کمپلې، بړستنې، جمپرونه او نور کمکي مواد هم سیمې ته انتقال شوي.

زلزلې د تبت شیګاتسي سیمه ځپلې ده چې په کې شاوخوا ۸۰۰زره کسان ژوند کوي.

د چین د زلزلو د شبکو مرکز اعلان کړی دی چې دا زلزله په تېرو پنځو کلونو کې دغلته تر ټولو خطرناکه او شدیده وه. زلزلې د نیپال، هند او بوتان ځينې سیمې هم لړزولې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG