د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالان: د طالبانو له تسلط وروسته د بیان ازادي ختمه شوې 


افغان خبریالان
افغان خبریالان

د بې پولو خبریالانو ټولنه وايي چې د طالبانو له تسلط وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي یا بیخي له منځه تللې او یا له جدي ستونزو سره مخامخ ده.

د افغانستان او ایران لپاره د دغه سازمان مشر رضا معیني وویل چې په افغانستان کې ډېرې رسنۍ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي دلایلو له کبله تړل شوي دي.

طالبان وايي چې رسنۍ دې اسلامي «ارزښتونو» ته په پام لرلو سره خپرونې وکړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې اوس په افغانستان کې له خبریالانو سره د تشدد د قضیو د څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

ښاغلي معیني امریکا غږ ته وویل چې د خبریالانو امنیت یوازې ځاني مصونیت نه دی، بلکې د دندو مصونیت، مسلکي امنیت او د معلوماتو خپرول دي.

هغه وویل: «ډېر خبریالان بېکاره شوي، په ځانګړي ډول ښځې. تر ۱۷۰۰ زیاتې خبریالانې او د رسنیو همکارانې یا له دندو لېرې شوې او یا دندو ته تللې نشي. ویلای شوو چې وضعیت په دې اړه د اندېښنې وړ دی.»

افغان خبریالان هم له روان وضعیت څخه خوښ نه دي. دوی وايي چې اوس په افغانستان کې هره ورځ د خبریالانو دندې او د معلوماتو رسول او خپرول له امنیتي او نورو ستونزو سره مخامخېږي.

افغان خبریال الیاس امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د اطلاعاتو ازادي ډېره زیانمنه شوې ده او خبریالان نشي کولای چې په ازاد ډول راپورونه ورکړي.

نوموړي وویل: «اطلاعاتو ته لاسرسی بیخي د صفر کچې ته رسېدلای. رسنیو چې د مخکني حکومت له مسئولینو سره تماسونه درلودل او معلومات به یې ترې ترلاسه کول، هغوی اوس نشته او ټول سیستم پاشل شوی دی. هاغسې چې په تېر حکومت کې تجربه شوې، طالبان په نړۍ کې د خبریالانو په ځپلو او سانسور کې اول دي.»

یو بل افغان خبریال چې خپل نوم یې پرویز یاد کړ، وویل چې د جمهوریت له سقوط څخه وروسته په افغانستان کې د خبریالانو د کار وضعیت ۱۸۰ درجې خراب شوی دی.

خبریالان وايي چې په مخکني حکومت کې به یې د میاشت د ۲۰ او ۲۵ ترمنځ په بېلا بېلو مسائیلو راپورونه خپرول، خو اوس اطلاعاتو ته د نه لاسري او محدودیت له کبله، د میاشتې پنځه راپورونه هم نشي جوړولای او خپرولای.

په افغانستان کې د خبریالانو د مصونیت کمېټه وايي چې په دې وروستیو کې له یو شمېر خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې ثبتې شوي دي.

په دغو قضیو کې په کابل کې په یو خبریال وسله وال برید شوی او ژوبل شوی، یو بل خبریال د کابل ښار په نهمه حوزه کې وهل شوی او ډبول شوی او په لوګر کې بیا طالبانو د یوې راډیو مشر وهلی او ډبولی دی.

دغې کمېټې له طالبانو څخه غوښتي دي چې له خبریالانو سره د تشدد قضیې دې وڅېړي.

XS
SM
MD
LG