د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان تلویزونو لپاره د طالبانو نوي مقررات او د رسنیو د ملاتړو اندېښنه


د افغانستان رسنۍ
د افغانستان رسنۍ

د افغانستان د تلویزونونو او رسنیو لپاره د طالبانو حکومت د نویو مقرراتو په اړه په کور دننه او بهر کې د رسنیو د ملاتړ یو شمېر ادارو غبرګونونه څرګند کړي دي.

د وی اندیښنه ښودلې ده که د طالبانو نوي مقررات بشپړ عملي شي‌ یو شمیر رسنۍ او تلویزیونونه به وتړل شي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې پولې خبریالانو ټولنې "آر اس اف" د دفتر مشر رضا معیني امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو نوي مقررات به په رسنیو باندې نور محدودیتونه زیات او د ښځو حضور کم کړي.

ښاغلي معیني وویل: "د دې وړاندې تیرو حکومتونو هم د فلمونو د خپرولو او د ښځو د رول په باب تاکید لره او دا تاکید د افغانستان په رسنیو کې عملي شوی و. هغه څه چې نن بیا ورباندې تاکید کیږي متاسفانه دا دي چې د طالبانو له خوا د دې چمتووالي سره چې اعلان یې کړی خبریالانې کولی شي خپل کار ته دوام ورکړي او لږ تر لږه د هغوی یو کم شمیر کولای شي، خو په عمل کې دغې نوې مقررې دښځو د کار په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي دي."

د بې پولې خبریالانو ټولنه "ار اس اف" وايي چې دا نوي‌ مقررات په رسنیو کې د ښځو تصویر حذفوي او په جبري ډول پرې حجاب هم تحمیلوي.

د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال حجت‌الله جاوید مجددي هم اندېښنه لري چې دا کار به د ډېرو افغان رسنیو دروازې وتړي.

ښاغلي مجددي وویل: "مونږ پوهیږو چې اوس افغانستان په داسې یو حالت کې نه دی چې وکولای شي فلم او سریالونه تولید کړي او په مقرره کې خپاره شوي ټول مواد یې عملي کړي. که په دې موضوع باندې زیات ټینګار وشي یو شمیر زیاتې رسنۍ او په ځانګړي ډول تلویزیونونه به وتړل شي."

ښاغلي مجددي وړاندیز وکړ چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایاتد وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو د مسولینو ترمنځ دې په دې مسئلې بحث وشي او یوه مناسبه کړنلاره دې جوړه شي.

د «والعصر» په نوم د یوې چاپي خپرونې مسول مدیر ډاکټر علي شاه فایق وايي چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په افغانستان کې د ځان د سانسورولو لړۍ پیل شوې چې ورسره د بیان ازادي چې په افغانستان کې د وروستیو کلنو یوه ستره لاس ته راوړنه وه هم زیان لیدلی دی.

ښاغلي فایق امریکا غږ ته وویل چې د اقتصادي‌ ستونزو له کبله هم یو شمېر رسنۍ د تړلو د ګواښ سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو د حکومت په نویو اتو مقرراتو کې له ټولو رسنیو څخه غوښتل شوي چې خپلې خپرونې د "اسلامي ‌اصولو" سره برابرې کړي او "د شرعیت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف" فلمونو خپریدو څخه دې ډډه وکړي.

همدغه راز ویل شوي دي چې هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د "پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي"باید خپاره نشي. طالبان وايي چېرسنۍ دېد "نارینه وو داسې فلمونه دې هم نه خپروي چې د سړي عورت"په کې ښکاره شي.

طالبانو په تلویزونونو کې کارکوونکو انجونو او ښځو ته هم لارښوونه کړې ده چې د خپرونو په مهال «اسلامي حجاب رعایت» کړي.

د افغانستان په تلویزونونو کې دا مهال ویاندانې او د خپرونو وړاندې کوونکې ټکري په سروياو تر ډېره د افغانستان دودیز لباسونه په تن خپرونې وړاندې کوي.د افغانستان په خصوصي‌ تلویزونونو کې د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران او هند فلمونه او ډرامې خپریږي.

XS
SM
MD
LG