د جنوب ختیځي آسیا د ملکونو ( اسیان ) د مشرانو دوه ورځنۍ عالي جرګه نن د شنبې په ورځ د اندونیزیا په ( جاکارتا ) کي پرانیستل شوه.
ویل کیږي چي ددې غونډي مهمه موضوع به د کمبودیا او تایلیند ترمنځ روانه سرحدي شخړه وي.
توقع کیږی چي دغه مشران به د سیمه ایز امنیت اود اقتصادي ټولني موضوع ګاني هم وڅیړی او په دې باندي به هم بحثونه وکړي چي( برما )ته د آزیان د مشرانو د بلی عالي جرګې کوربه توب ورکړي که نه.
د اندونیزیا د یهرنیو چارو وزیر ( مارتي ناتالیګوا ) پرون اعلان وکړ چي کمبودیا او تایلیند موافقه وکړه چي ددواړو ملکونو د سرحدونو په اوږدو کي به اندونیزیایي څارونکي قبول کړي چي ددواړو ترمنځ د نظامي شخړو د بیا پېښیدو د مخنیوي سره مرسته وکړي. ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ په سرحدي شخړو کي په دې روان عیسوي کال کی ٢٠ کسه وژل شوي او څه د پاسه لس زره خلک د خپلو کورونو نه وتلي دي.
له بلي خوا برما پیشنهاد کړی چي غواړي په کال ٢٠١۴ کي د آزیان د ملکونو د مشرانو د عالي غونډي کوربه سي.