د لاس رسي وړ اتصالات

غني او اتمر تر ټاکنو وړاندې سیالۍ پیل کړي؟


پداسې حال کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا پنځه میاشتې لا پاتې دي، ځیني شنونکي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني پدې وروستې کې د خپلو سیاسي ملاتړو د ډیرولو هڅې پیل کړي دي.

ولسمشر غني تیره اونۍ عمر داوودزی د سولې په چارو کې خپل مشر سلاکار وټاکه او ورسره سم یې د یوه فرمان له لارې ګڼ شمیر نور سیاسي شخصیتونه د سولې په یوې مشورتي ډلې کې وګمارل.

د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل چې ویل کیږي د ولسمشرۍ په سیالیو کې به ودریږي،‌ وايي حکومت ورته د دفاع وزارت وړاندیز کړی و. ښاغلي نبیل امریکاغږ ته وویل " شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د مشورې تر حده ځینو دوستانو راته وویل چې که حکومت دې ته راضي شي چې تاسو د دفاع وزیر وټاکل شئ، البته دغه دوستان له حکومت څخه وه، ما خپل دلایل لرل په اوسنیو شرایطو کې مې ونه مانه."

خو د ارګ یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي، بیا وویل چې ښاغلي نبیل ته د دفاع وزارت وړاندیز ندی شوی. ښاغلي مرتضوي امریکاغږ ته دا هم وویل چې وروستۍ ګمارنې له ټاکنیزو کمپاینونو سره هېڅ تړاو نه لري.

په دولتي څوکیو ګمارنه د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې د شخصیتونو، ګوندونو او آن توکمونو د ملاتړ د جلبولو مهمه وسیله ګڼل کیږي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد مظفر خاوري وايي چې په حکومت کې د سیاسي سیالانو ګمارل په اصل کې ټاکنیزې موخې لري. ښاغلي مظفري وویل دا ډول ګمارنې به تر ټاکنو وروسته لغو شي.

وروستیو ګمارنو د محمد حنیف اتمر اندیښنه هم پارولې ده.

ښاغلی اتمر چې د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې خپله نوماندي لا له وړاندې اعلان کړې، د پنجشنې پّ ورځ (ډسامبر ۱۳) په یوې خبرپاڼې کې وویل «د درواغو مشورې او د فرمان له لارې د هیواد د ځینو سیاسي مشرانو ګمارنه، بې لدې چې له هغو سره مشوره وشي، سیاسي قشر او ولس ته سپکاوی ګنل کیږي.»

اتمر خبرداری ورکړې چې ولسمشر غني باید د سولې له بهیر نه د ځان لپاره سیاسي ګټې ونه لټوي.

پخپله ښاغلی اتمر چې د څلورو کالو لپاره د ملي یووالي‌ د حکومت ډیر ځواکمن چارواکی و، اوس د ولسمشر غني سره د سیالۍ په موخه په پراخو منډوترړلو بوخت دی.‌

ښاغلي اتمر ته یوه نږدې کس چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې یونس قانوني او حاجي محمد محقق ورسره منلې ده چې په ټاکنو کې یې تر څنګ ودریږي. همدغه چارواکي وویل چې ښاغلی اتمر اوس د ګلبدین حکمتیار او د حامد کرزي د ملاتړ د ترلاسه کولو په هڅه کې دی.‌

د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې، تر دې دمه، د ولسمشر غني، حنیف اتمر او شیدا محمد ابدالي د نوماندۍ تایید شوی خو ځینو نورو سیاسي شخصیتونو هم ویلي چې پر خپلې نوماندۍ غور کوي.

XS
SM
MD
LG