د لاس رسي وړ اتصالات

غني د طالبانو له مشر نه مننه وکړه


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې عالي شورا او د علماوو شورا له استازو سره په غونډه کې وویل چې د اوربند د پریکړې په خاطر د طالبانو له مشرۍ نه مننه کوي.

ښاغلي غني وویل "زه د طالبانو مشرۍ نه مننه کوم، دوی ته هم د اوربند فیصله اسانه نه وه، مګر د افغانستان د علماوو فتوی دا فیصله دوی ته اسانه کړه".

د افغانستان جمهور رئیس د سولې د عالي شورا نه هم د "سولې د څرگندې نقشې او د سولې په اړه د ملي اجماع" په خاطر مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا هیواد د مشورو وطن دی "هر اقدام مو چې کړی د خلکو د نبض په اساس مو کړی دی".

د افغانستان حکومت د روژې د میاشتې له ٢٧ نه د اختر تر درییمې ورځې پورې د طالبانو سره موقت اوربند اعلان کړ او بیا یې د اختر په دوییمه ورځ دغه اوربند د نورو لسو ورځو لپاره وغځوه. طالبانو هم د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی و، خو دغې ډلې د اختر په درېیمه ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د هغوی جنگي عملیات له اختر وروسته بیرته پیل کیږي.

ښاغلي غني همداشان د مسجد نبوي د امام خادمین حرمین الشریفین د موقف نیونې په خاطر چې د افغانستان د سولې په اړوند یې کړی مننه وکړه او وویل چې دا د افغانستان د علماوو د فتوا نتیجه وه.

د سعودي دولتي اژانس SPA د جون د میاشتې په ٢١ رپوټ ورکړې و چې ملک سلمان د ولسمشر غني سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې له هلو ځلو سره د سعودي عربستان ملاتړ څرگند کړیدی.

د افغانستان جمهور رئیس ویلي چې سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د هغه په وینا "د سولې او اوربند لپاره اقدام میړانه نه بلکه د الهي اوامرو او نبوي سنت په وړاندې تسلیمي ده".

ښاغلي غني په زغرده وویل چې دلته تصمیمونه په شخصي توگه نه نیول کیږي او زیاته یې کړه چې "د سولې لپاره هر اقدام باید په روښانه ورځ کې وشي، سوله په تیاره کې نه کیږي".

له بلې خوا طالبانو په یوې اعلامیې کې په افغان پرلت کونکو او د سولې په کاروانونو باندې تور لگولی چې په دغو پرلتونو کې د امریکا استخباراتي کارکونکي د قومي مشرانو په نوم دخیل دي او دا چې پرلت کونکي په افغانستان کې د بهرنیو د شتون په اړه هیڅ څه نه وایي.

XS
SM
MD
LG