د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ولمانځل شول


کابل ښار کې د عاشورا په مناسبت مراسم
کابل ښار کې د عاشورا په مناسبت مراسم

نن یکشنبه د اګست۳۰مه (وږي ۹مه) د محرم الحرم لسمه په کابل او ولایتونو کې د عاشورا مراسم لمانځل کیږي.

په کابل کې د عاشورا د مراسمو لمانځنې لپاره له څو ورځو راهیسې چمتووالی روان و.

د دغو مراسمو لپاره په لارو کوڅو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ د تکیه خانو محافظین هم تلاشۍ او پلټنو ته ګومارل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت لا له وړاندې د یادو مراسمو لمانځلو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو نیولو خبر ورکړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره دواړو مرستیالانو یې د یو شمېر نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د کابل ښار لوېدیځ یو جومات کې د عاشورا مراسمو کې هم ګډون وکړ.

په یادو مراسمو کې تر ګډون وروسته ولسمشر غني او ورسره نورو چارواکو د کابل ښار لوېدیځ کې د «دشت برچي» سل بستریز روغتون کې له ناروغانو څخه هم لیدنه وکړه.

د کابل ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نورو لویو ښارونو کې هم د عاشورا ورځې په مناسبت پراخ مراسم نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG