په پاکستان کې پولیس وایي یوې ډلې برید کوونکو د روالپنډۍ په ښار کې د هندوانو یو معبد چې نیمه پیړۍ مخکې جوړ شوی، وران کړی.
په پیښه کې د معبد پوړۍ او دروازه ورانه شوې.
د پولیسو یو چارواکي توصیف سجاد ویلي چې په معبد کې د بیارغونې کار روان و او لا د عبادت لپاره نه و پرانیستل شوی.
برید کوونکي د پیښې د ځایه تښتیدلي.
تر اوسه د پیښې په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي او هیڅ کومې ډلې د دې معبد د ورانولو ادعا هم نده کړې.
د معبد د بیارغونې کارونه د هندوانو د هولي جشن د نمانځلو په خاطر ځنډیدلي و.
تیره میاشت هم یوې ډلې کسانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د هندوانو یو معبد وران کړی و چې په ټولنزیو شبکو کې پرې سخت انتقادونه وشول.
په عمومي توګه په پاکستان کې د هندو مذهب پیروان سوله ایز ژوند لري. خو پدې تیرو څو کالونو کې د هندونو په معبدونو بریدونه ډیر شوي.
په پاکستان کې د هندوانو معبد پداسې وخت کې وران شوی چې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي هر کال پدې هیواد کې شاوخوا ۱۰۰۰ نجوني په زور مسلمانیږي او بیا د پاخه عمر کسانو ته چې عمرونه یې د دې نجونو نه دوه چنده زیات وي، په زوره واده کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم څه موده وړاندېپاکستان د مذهبي آزادیو د سرغړاونو په خاطر د "ځانګړې اندیښنې" د هیوادونو په لیست کې شامل کړ.
د بهرنیو چارو وزارت دا کار د امریکا د مذهبي آزادیو د نړیوال کمیسیون د ارزیابۍ پر اساس کړی و.
دې سازمان ویلي وو چې په پاکستان کې کم عمره د هندو، مسیحي او سکانو د نجونو تر تښتول کیدو وروسته په زوره مسلمانان شوي.