د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې مسلمانانو د هندوانو معبد ته اور اچولی


د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د پاریدلو کسانو یوې ډلې د هندو مذهب د پیروانو یو عبادت ځای لومړی وران کړی او بیا یې ورته اور اچولی.

د کرک د ولسوالۍ پولیس وایي شاوخوا زرو کسانو پدې برید کې لاس درلود.

په ویډیوګانو کې چې په په ټولنزیو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د قهریدلو کسانو یوه لویه ډله د هندانو د معبد دیوالونه نړوي او بیا یې سوزوي.


پولیسو همدارنګه تائید کړې چې په برید کې د یو هندو کور هم چې معبد سره نږدې د جوړیدو په حال کې و، له منځه تللی.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې هندوانو غوښتل خپل معبد یو څه پراخ کړي او پدې هکله یې د ضلعې د چارواکو نه رسمي غوښتنه کړې وه.

پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله تحقیقات کوي او د هغو کسانو په خلاف یې د قانوني کړونو ژمنه کړې چې د پولیسو په قول "قانون یې په لاس کې اخیستی."

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شرین مزاري دا برید غندلی او د ایالتي چارواکو نه یې غوښتي چې د هغو کسانو سره حساب او کتاب وشي چې پدې برید کې لاس درلود.

میرمن مزاري په ټویټر کې لیکلي، "د حکومت په توګه د ټول ولس او د هغوي د عبادت ځایونو د خوندیتوب او امنیت ډاډ ورکول زمونږ مسؤلیت دی. "


دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان مسلمانان د هندوانو دا معبد ورانوي.

دا معبد په ۱۹۹۷ کال کې هم ړنګ شوی خو د پاکستان د سترې محکمې په حکم په ۲۰۱۵ کال کې بیا ورغول شو.

په پاکستان کې د هندوانو معبد پداسې وخت کې سوځول کیږي چې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي هر کال پدې هیواد کې شاوخوا ۱۰۰۰ نجوني په زور مسلمانیږي او بیا د پاخه عمر کسانو ته چې عمرونه یې د دې نجونو نه دوه چنده زیات وي، په زوره ودیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همدې روانې میاشت کې پاکستان د مذهبي آزادیو د سرغړاونو په خاطر د "ځانګړې اندیښنې" د هیوادونو په لیست کې شامل کړ.

د بهرنیو چارو وزارت دا کار د امریکا د مذهبي آزادیو د نړیوال کمیسیون د ارزیابۍ پر اساس کړی و. دې سازمان ویلي چې په پاکستان کې کم عمره د هندو، مسیحي او سکانو د نجونو تر تښتول کیدو وروسته په زوره مسلمانان شوي.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي و چې دا نجونۍ په زوره ودیږي او جنسي تیري پرې کیږي.

XS
SM
MD
LG