د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په وسله وال برید کې ۱۸ کسان وژل شوي


پولیسو د مشکوک بریدګر تصویرونه خپاره کړي
پولیسو د مشکوک بریدګر تصویرونه خپاره کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مین په ایالت کې د ډزو په پېښو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

رویټرز اژانس د «سي ان ان» د راپور په اساس د امنیتي مقاماتو په حواله لیکلي دي چې په دغو ډزو کې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ نور خلک ژوبل شوي دي.

د امریکا ولسمشر دا برید غندلی او «بې مانا او خواشینوونکی» یې بللې دی.

پولیسو ویلي دي تر څو پورې چې بریدګر پیدا شوي نه وي، هټۍ او ښوونځي باید تړلي وي. بریدګر «وسله وال او خطرناک» بلل شوی دی.

پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته اکتوبر ۲۵ (لړم درېیمه)د دغه ایالیت د لیوسټن په ښار کې شوې ده.

د مین ایالت پولیسو او د دغه ښار مقاماتو مخکې ویلي چې ډزې شوې خو په اړه یې نور معلومات نه و ورکړي.

د دغه ایالت د اندروسکوګین سیمې پولیسو په خپل رسمي فیسبوک کې د مشکوک بریدګر تصویرونه خپاره کړي دي. په تصویرونو کې ښودل کېږي چې یو لاس په ماشه سړی روان دی. مقامات وايي چې د بریدګر لټه کوي.

مقاماتو له عامو خلکو څخه غوښتي دي چې د دغه مشکوک بریدګر په موندلو او پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د لیوسټن په ښار کې د مین مرکزي طبي مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي دي د یو ډله ایز برید د تلفاتو د درملنې په اړه لاس په کار شوي او له روغتونونو سره خبرې کوي چې زخمیان بستر کړي.

د دغې پېښې اصلي انګیزه لا معلومه نه ده او نه هم د وژل شویو کسانو هویت ښودل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG