د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکا ولس ته: د کرکې پر ضد ودرېږئ


جمهور رئیس جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې د مدني آزادۍ د مشرانو سره وکتل.
جمهور رئیس جو بایډن په سپینې ماڼۍ کې د مدني آزادۍ د مشرانو سره وکتل.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ولس څخه وغوښتل چې د کرکې او سپین پوست لرلو د برترۍ غوښتنې پر ضد دې ودرېږي.

ښاغلي بایډن دوشنبه اګست ۲۸ (وږي۶) په سپینې ماڼۍ کې د مدني آزادۍ رهبرانو او حکومتي چارواکو سره په ملاقاتونو کې وویل چې کرکه پدې هیواد کې ځای نلري او د ولس څخه یې وغوښتل چې پر ضد یې ودریږي.

د متحده ایالاتو مشر د دې څرګندونو څخه دوه ورځې وړاندې د فلوریډا ایالت د جکنسیویل په ښار کې یو ۲۱ کلن سپین پوستي امریکایي په یوې مغازې کې په خلکو ډزې وکړلې او درې تور پوستي امریکایان یې ووژل.

پولیسو ویلي چې دې پیښې نژادي انګیزه درلوده او برید کوونکي پخپل کمپیوټر کې داسې لیکنې پریښې وې چې د تور پوستانو څخه کرکه پکې څرګنده شوې وه.

جمهور رئیس بایډن پخپلو خبرو کې وویل، " کرکه به په امریکا کې بریالۍ نشي. اوس یې وخت دی چې ټول امریکایان خپل غږ پورته کړي. تاریخ پاکیږي، کتابونه بندیږي."

پولیسو ویلي چې د جکسنیویل په ښار کې برید د کرکې د جرم پر اساس پلټي ځکه د برید کوونکي د لیکنو څخه داسې څرګندیږي چې هغه د تورپوستو امریکایانو څخه کرکه درلوده.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم وویل چې پدې هکله چوپ پاتې کیدل د "مجرمینو سره په جرم کې شریکیدل" دي او تر څنګ یې دا هم وویل چې چوپ به پاتې نشي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه، "د سپین پوست لرلو برترۍ غوښتل زهر دي او مونږ به چوپ پاتې نشو".

د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې معلوماتو له مخې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په امریکا کې د کرک جرمونه ۱۲ سلنې ته لوړ شوي و چې ډیری یې د نژادي او قومي تضاد له مخې شوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د سپین پوست برتري غوښتنه د متحده ایالاتو لپاره تر ټولو ستر ترهګریز ګواښ وباله او د ټول ولس څخه یې وغوښتل چې هر څومره امکان لري خپل غږ دې پدې هکله پورته کړي.

ښاغلي بایډن پداسې حال کې د خلکو څخه د کرکې پر ضد د دریدو غوښتنه کړې چې په امریکا کې د وسله وال تشدد پیښې ډیرې شویدي.

د ډزو په وسیله د تاوتریخوالي د پیښو څارونکي بنسټ "د ټوپک د تاوتریخوالی آرشیف" د معلوماتو له مخې، سږکال په متحده ایالاتو کې لږ تر لږه ۱۲،۳۴۶ کسان د ټوپک په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

په دې شمیره کې هغه لږترلږه ۱۵،۵۷۶ کسان شامل ندي چې د ټوپک په واسطه یې ځان وژلی.

ددې بنسټ په وینا، په ۲۰۲۳ کې په دغه هېواد کې پر عامو خلکو د ډزو لږترلږه ۴۶۵ داسې پېښې رامنځته شوي چې په هره پېښه کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

په امریکا کې د ټولپوښتنو پایلې ښيي چې ډیر امریکایان د عامو خلکو له خوا د وسلو پر پیرلو باندې د محدودیتونو ملاتړ کوي خو سیاستوال د ټوپک پر مالکیت یا کارولو د محدودیتونو د غوښتنې په وړاندې مقاومت کوي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې د داسې یو قانون پلي کول به په اساسي قانون کې د خلکو د وسلو لرلو حق ته زیان ورسوي او غوښتنه کوي چې ددې برخې د تنظیم چاره دې د فدرالي حکومت پر ځای ایالتي ادارو ته وسپارل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG