د لاس رسي وړ اتصالات

هایټي کې د جنایتکاره ډلو په نښتو کې ۱۴۸ کسان وژل شوي


د بشري حقونو د څار یو بنسټ د سه شنبې په ورځ مې لسمه (غوایي ۲۰) وویل چې د تیرې میاشتې راهیسې د هایټي په مرکز پورتو پرنس کې د جنایتکاره ډلو ترمنځ نښتو کې حد اقل ۱۴۸ کسان وژل شوي‌ او یو شمیر کسان ژوندي سوځول شوي دي.

د بشري حقونو د دفاع لپاره ملي شبکې له څیړنو وروسته ویلي دي چې د اپریل له ۲۴ څخه بیا د مې تر لومړیو پورې"د اوو لوټمارانو په ګډون چې د خپلو رهبرانو له خوا وژل شوي حد اقل ۱۴۸ کسان وژل شوي دي."

د بشري حقونو دغه بنسټ د یادو بې رحمه وژنو په غندلو سره ویلي دي چې خلک په مرمیو او چړو وژل شوي‌ خو یو شمر نور بیا په خپلو کورونو او پر سړک د ټایرونو په واسطه ژوندي سوځل شوي ‌دي

د راپور پر اساس"پر ډیری میرمنو او نجونو له وژل کیدو مخکې جنیسي تیری هم شوی دی."

د بشري حقونو د دفاع دغه بنست ویلي د ۳۰ کسانو د هغه ډله ایز قبر په اړه یې معلومات درلودل چې د یوې جنایت کارې دلې له خوا خښ شوي وو ځکه د هغوی جسدونه د تاوده لمر لاندې پریښودل شوي وو او یو شمیر مړي په څاه ګانو کې اچول شوي‌ وو.

ملګرو ملتونو تیره جمعه وویل چې په هایټې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د کابو ۷۵ کسانو د وژل کیدو په اړه راپور لري چې په هغه هیواد کې په وروستیو تاوتریخوالو کې وژل شوي‌ دي.

د فرانسې خبري‌ آژانس د راپور له مخې په هایټي کې د وروستیو تاوتریخوالو له امله نهه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي او د ښوونځیو او کلیسا ګانو په شان ځایونو ته یې پناه وړې ده.

سره له دې چې په تیرو څو ورځو کې تاوتریخوالي تر یوې اندازې راکم شوي دي خو ډیری خلک اوس هم خپلو کورونو ته ستانه شوي‌ ندي ځکه له تاوتریخوالو ویریږي.

جنګایت کاره ډلې د څو لسیزو راهیسې د هایټي د مرکز پورتو پرنس په یو شمیر بیوزلو سیمو کې سره نښتې کوي.

خو دې ډلو په وروستیو کلونو کې پر خپلو سیمو کنټرول زیات کړی دی. دا حالت ددې لامل شوی چې د هغه هیواد په پلازمینه کې وژنې او اختطاف د پام وړ زیات شي.

XS
SM
MD
LG