د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې ټرافیکي پېښې ۲۷ تنه مړه کړي


د بلوچستان صوبې د لس بیله ولسوالۍ په «ار سي ډي» نومي لويې لارې د مسافرو بس او لارې ترمنځ ټکر له امله لږ تر لږه ۲۷ مسافر مړه او تر ۶ پورې نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه چې پرون ناوخته رامنځته شوې ویل کېږي په مړو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د بلوچستان مرستیال کمېشنر شبیر منګل په کوټه کې د امریکا غږ خبریال جمیل خان ته ویلي چې دغه بس له کراچۍ څخه کوټې ته روان و چې د لس بیله ولسوالۍ د بیلا په سیمه کې له یو بل لارۍ موټر سره ټکر کړی دی.

نوموړي ویلي چې تر ټکر وروسته په بس موټر کې اورلګېدلی او په بس کې سپاره مسافرین هم په اور کې سوځېدلي دي.

هغه وویل چې په دغه ټکر کې ۲۷ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان شوي‌ دي او زیاته کړې ده چې د پېښې د رامنځته کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

ویل کېږي په پاکستان کې زياتره ټرافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او په موټرونو کې د زیاتو کسانو کېنولو له امله رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG