د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۴۳۸۵ کسان وژل شوي دي- د غزې چارواکي


د غزې په تړانګې باندې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر ماشومان هم وژل شويدي.
د غزې په تړانګې باندې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر ماشومان هم وژل شويدي.

د غزې روغتیايي چارواکو د شنبې په ورځ، اکتوبر۲۱ (تلې۲۹مه) وویل، چې د غزې پر تړانګې د اسرائیل د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د ۱۷۵۶ ماشومانو په ګډون ۴۳۸۵ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې لخوا اداره کیږي، هم ویلي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۱۳۵۶۱ زیات کسان ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، چې د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی، د اسرائیل او حماس ترمنځ د بشردوستانه اوربند او د روان تاوتریخوالي‌ د مخنیوي لپاره یې د اقدام غوښتنه کړې ده.

ګوتریش دغه څرګندونې په قاهره کې پداسې حال کې کړي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه درېیمې اوونۍ ته غځیدلې او د ملګرو ملتونو د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا، دغې جګړې نه یواځې ۲.۴ میلیونه خلک له یوه "بشري ناورین" سره مخ کړي دي، بلکې په دې موده کې په زرګونو کسان وژل شوي او تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي هم دي.

د اسرائيل او حماس تر منځ جګړه وروسته له هغه پيل شوه، چې د حماس سخت دریځو د اکتوبر په ۷مه نیټه په اسرائیل د یو ناڅاپي بريد په ترڅ کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل چې ډېری يې ولسي وګړي وو.

د اسرائيلي چارواکو په وينا، د حماس سخت دريځو، ملکي وګړي په ګولیو ویشتلي، د بدن غړي يې ټوټې ټوټې کړي او يا سوځولي دي. بلخوا دا په ۱۹۴۸ کال کې، د اسرائیل د له رامنځته کیدو راهیسې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس له بریدونو وروسته، اسرائیل په یو غچ اخیستونکي اقدام کې د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې پر غزې هوايي او راکټي بریدونه پیل کړي دي. د غزې د روغتیايي مسؤلینو په وینا، ددغو بریدونو له امله نږدې ۴۳۸۵ کسان وژل شوي او سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

بخلوا اسرائيلي چارواکو ویلي، وروسته له هغه چې د دغه امنیتي او دفاعي ځواکونو د حماس لخوا د لاندې شویو سیمو ولکه بیرته ترلاسه کړه، د دغه ډلې (حماس) نږدې ١٥٠٠ جنګيالي یې وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG