د لاس رسي وړ اتصالات

شي جینپینګ: د 'یو خپلواک فلسطيني دولت' جوړیدل له اوسنۍ شخړې د وتلو لپاره اساسي لاره ده


د چين ولسمشر- شي جينپينګ
د چين ولسمشر- شي جينپينګ

د چين ولسمشر شي جينپينګ د لومړي ځل لپاره د اسرائيل او حماس تر منځ د روان کړکیچ په تړاو په خپلو څرګندونو کې د دواړو ښکیلو لورو ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل،‌ چې د یو خپلواک فلسطيني دولت جوړیدل د شخړې څخه د وتلو اساسي لاره ده.

شي جينپينګ د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۹مه) په پلازمېنه بېجينګ کې د مصر له صدراعظم، مصطفی مدبولي سره په ليدنه کې وويل، اصلي لومړيتوب دا دی چې ژر تر ژره جګړه ودرول شي؛ مخکې له دې چې روان کړکیچ لاپسې پراخ شي،‌ یا له کنټروله ووځي او يا بشري ناورين رامنځته شي.

د ځينو شنونکو په اند، د فلسطين په اړه د شي جينپينګ دغه څرګندونې، د چين له هغه دريځ سره سمون لري، چې له لسيزو راهيسې یې تعقیبوي.

د چین ولسمشر د دوو دولتونو – اسرائیل – فلسطین – د جوړولو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ د اوسنۍ کړکیچ د کمولو په موخه د مصر د هڅو ستاینه وکړه. شي جينپينګ زیاته کړه،‌ چې بېجينګ چمتو دی، چې له مصر او نورو عربي هېوادونو سره په همغږۍ کې، روان کړکیچ ته ژر تر ژره یو تلپاتې، هر اړخيزه او عادلانه حل لاره ومومي.

د اسرائيل او حماس تر منځ جګړه وروسته له هغه پيل شوه، چې د حماس سخت دریځو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل د یو ناڅاپي بريد په ترڅ کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل چې ډېری يې ولسي وګړي وو.

د اسرائيلي چارواکو په وينا، د حماس سخت دريځو، ملکي وګړي په ګولیو ویشتلي، د بدن غړي يې ټوټې ټوټې کړي او يا سوځولي دي. بلخوا دا په ۱۹۴۸ کال کې، د اسرائیل د له رامنځته کیدو راهیسې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د اسرائيلي چارواکو په وينا، وروسته له هغه چې ددغه هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د حماس لخوا د لاندې شویو سیمو ولکه بیرته ترلاسه کړه، د دغه ډلې (حماس) نږدې ١٥٠٠ جنګيالي یې وژلي دي.

په اسرئیل باندې د حماس له بریدونو وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، اسرائیل د غچ اخیستو لپاره په غزې باندې بریدونه پيل کړي دي. مقامات وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۸۰۰ فلسطينیان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي، وژل شوي دي او همداراز سلګونه زره نور له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

د چین حکومت تر اوسه نه وو غوښتي، چې په ښکاره ډول پر اسرائیل د حماس برید وغندي،‌ چې له همدې امله د اسرائیل او متحده ایالتونو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

خو وروسته له هغه چې اسرائيل پر غزې خپل هوايي او راکټي بریدونو زیاته کړل، بيجينګ پر اسرائيلو نيوکې وکړې او ويې ويل، په غزه کې د اسرائيل کړنې د ځان د دفاع له حده بهر دي.

یو شمیر کارپوهان په دې اند دي، چې بیجینګ د حماس د بریدونو په غندلو کې زړه نازړه دی، ځکه چې نه غواړي د منځني ختیځ له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې خړ پړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG