د لاس رسي وړ اتصالات

د خلیج د همکارۍ شورا او د اسین مشرانو پر غزې بریدونه وغندل او د اوربند غوښتنه یې وکړه


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د خلیج د همکاریو شورا او د سویل ختیځې اسیا (اسین)‌ هېوادنو مشرانو د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۰ (تلې۲۷مه) د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د دغه شورا په سرمشریزې کې، د غزې په تړانګه کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل او د یو دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.

په هغه خبرپاڼه کې چې د خلیج د همکاریو شورا او اسین‌ هېوادنو مشرانو لخوا خپره شوې ده، د حماس وسله والو لخوا د نږدې ۲۰۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او همدارنګه د فلسطینیانو لپاره د بنسټیزو خدماتو د بیرته پيل کولو او د بشردوستانه مرستو د رسولو غوښتنه شوې ده.

د روان اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه، د حماس ډلې په اسرائیل باندې په یو ناڅاپي برید کې له ۱۴۰۰ کسانو زیات ووژل. په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل له رامنځته کیدو راهیسې دا پر اسرائیل تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

د حماس ډلې همداراز تر ۲۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي چې یو شمیر یې دوه ګونی تابعیت لري. دغه ډلې ګواښ کړی چې که اسرائیل له مخکې خبرتیا پرته ملکي وګړي په نښه کړي، د هر برید پر وړاندې به یو یرغمل ووژني.

په ورته وخت کې، د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۷مه) وویل،‌ چې تر ۲۰۰ د زیاتو هغو یرغمل شويو کسانو اکثریت، چې د حماس ډلې له خوا له اسرائيل څخه غزې تړانګې ته انتقال شوي، لا هم ژوندي دي.

د اسرائیل پوځ په دې اړه په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي: "اکثر یرغمل شوي کسان ژوندي دي. ځینې وژل شوي او جسدونه یې غزې ته وړل شوي دي."

بلخوا د اسرائیل لخوا پر غزې هوايي بریدونه دوام لري او د غزې د روغتیايي مسؤلینو په وینا، په دغو بریدونو کې تراوسه ۳۷۸۵ فلسطینیان چې ډېری یې ولسي وګړي دي، وژل شوي دي.

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، په پلازمینه ریاض کې د خلیج د همکاریو شورا او د سویل ختیځې اسیا (اسین)‌ هېوادنو مشرانو د سرمشریزې د پرانستې په مراسمو کې، د فلسطین د مسئلې د عادلانه حل په موخه د سعودی عربستان په ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه وویل: "پداسې حال کې چې موږ نن دلته را غونډ شوي یوو، په غږې کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله خواشینی یوو، ځکه بې ګناه ملکي خلک یې بیه پرې کوي."

نوموړي زیاته کړه، چې موږ په هر ډول او هره پلمه د ملکي وګړو په نښه کول په کلکه غندو او د نړیوال بشردوستانه قوانینو په رڼا کې د ملکي وګړو او زیربناوو په وړاندې د پوځي عملیاتو د بندولو په اړتیا ټینګار کوو.

همداراز د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو پدغه سرمشریزه کې په غزې کې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې په غزې کې تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.‌ هغه وویل: "تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي او انسانیت باید دا مهال لومړیتوب وي. موږ باید د وضعیت د خرابیدو مخه ونیسو."

په ریاض کې د خلیج د همکاریو شورا او د سویل ختیځې اسیا (اسین)‌ هېوادنو مشرانو غونډه وروسته له هغه جوړه شوه،‌ چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د برتانیې د صدراعظم، ریشي سوناک په ګډون د لویدیځو مشرانو اسرائیل سره د همغږۍ او پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفرونه وکړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG