د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن تازه نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي 


د مارب نقشه
د مارب نقشه

په یمن کې پوځي سرچېنې وايي‌ چې د یو مهم ښار «مارب» د نیولو په جکړې کې لږ تر لږه ۵۰ حوثي یاغیان او حکومت پلوه عسکر وژل شوي دي.

په روانه میاشت کې، حوثي یاغیانو،‌ چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، په ښار بیا بریدونه پيل کړي دي‌ چې له کبله یې تر دې دمه سلګونه کسان وژل شوي دي. حکومت د یمن په شمال کې، چې د تیلو له پلوه شتمنه سیمه ده، مهمې سیمې له لاسه ورکړي دي.

د پوځ یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د مارب په لویدیځ کې ۴۳ حوثي یاغیان وژل شوي دي، ډېر یې د ایتلاف په بمباریو کې» وژل شوي. یو بلې سرچینې بیا د اوو حکومت پلوو عسکرو د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

راپورونه وايي چې د سپتمبر په میاشت کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان د مارب په جکړې کې وژل شوي‌ دي.

حوثي شیعه یاغیانو د فبرورۍ په میاشت کې د مارب د نیولو لپاره بریدونه زیاته کړل چې د تیلو شتمنې سیمې ونیسي او د سولې په خبرو کې یې دریځ پیاوړی وي.

XS
SM
MD
LG