د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن کورنۍ جګړه ۶ کلنه شوه ؛ ۱۳۰زره کسان پکې وژل شوي


په یمن کې حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې پایتخت صنعا ونیوه.
په یمن کې حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې پایتخت صنعا ونیوه.

یمن د عربي نړۍ تر ټولو بې وزله هیواد دی. هلته جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته تر هغه پيل شوه چې حوثي یاغیانو د پایتخت صنعا په ګډون د هیواد ځینې شمالي برخې د جمهور رئیس عبدربه منصور هادي د حکومت څخه ونیولې.

د حوثیانو د دې اقدام نه څو میاشتې وروسته د ښاغلي منصور د بیرته واک ته رسولو په هدف د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي هیوادونو ائتلافي ځواکونو په حوثیانو هوایي بمبارۍ پيل کړلې چې د امریکا متحده ایالاتو یې هم ملاتړ کاوه.

نن جمعه، د مارچ ۲۶ (وري۶) د دې جګړې شپږ کاله پوره شول.

د یمن په جګړې کې تر اوسه شاوخوا ۱۳۰ زره کسان وژل شوي او پدې هیواد کې یې د نړۍ تر ټولو د ناوړه بشرین ناورین د راتګ خطر پیښ کړی.

حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي، د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې پایتخت صنعا ونیوه او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې هلته نظامي مداخله وکړله.

حوثي یاغیان څوک دي؟

حوثیان د شعیه ګانو د زیدي ډلې پورې تړاو لري. او د یمن په شمال کې د صعده ولایت اصلي اوسیدونکي دي چې غرنۍ سیمه ده. دغه ډله د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د مذهبي مشر بدرالدین حوثي په نامه ونومول شوه.

دې ډلې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کالونو تر منځ د یمن د هغه وخت د حکومت سره شپږ ځله جګړې وکړلې او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کالونو تر منځ یې د سعودي عربستان سره په سرحد کې نښتې وکړلې.

حوثیان چې ځان انصارالله یا د خدای ملاتړ کوونکي بولي، په ۲۰۱۲ کال کې د عربو د ولسي پاڅون سره لاس یو کړ او علي عبدالله صالح یې له واکه وغورځاوه.

خو په یمن کې د ګډوډیو د راتګ نه وروسته حوثیانو یو ځل بیا د ښاغلي صالح سره لاس یو کړ او حکومت یې ړنګ کړ خو وروسته حوثیانو د صالح سره هم لار بیله کړه.

د یمن په جګړې کې د سعودي او ایران لاس:

یو شمیر کسان پدې باور دي چې د یمن جګړه د سعودي عربستان او د ایران د اسلامي جمهوريت تر منځ د زور ازمایلو جبهه ده. سعودي عربستان سني او ایران شعیه هیوا دی.

سعودي عربستان او امریکا وایي ایران حوثي یاغیانو ته د بلاستیکي توغندیو په ګډون نظامي مرستې ورکوي او حوثیان همدا توغندي په سعودي عربستان توغوي.

خو ایران دا تورونه ردوي او وایي چې د حوثیانو سره ملاتړ یې یوازې سیاسي دی.

په یمن کې جګړه اوس د ۲۰۱۴ کال په پرتله ډیره پیچلې شوې.

اوس هلته د بیلتون غوښتونکو ډلې غواړي چې یمن دې په جنوبي او شمالي برخو وویشل شي.

په جنوب کې بیلتون غوښتونکي د حکومت سره یو ځای د حوثي یاغیانو په خلاف جګړه کوي خو په عین وخت کې د خپل واک د پراخیدو لپاره هم هلې ځلې کوي.

ملګري ملتونه وایي چې سږ کال به شاوخوا ۱۶ میلیونه یمنیان د لوږې سره مخ شي. ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې پدې هیواد کې ۵۰ زره کسان همدا اوس د قحطۍ په شرایطو کې ژوند کوي او د مرګ د ګواښ سره مخ دي.

یمن شاوخوا ۲۹ میلیونه نفوس لري او په دریو کې دوه یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

سولې ته هیله مندي:

سعودي عربستان په همدې روانې اوونۍ کې د حوثیانو سره د "هراړخیز" اوربند وړاندیز وکړ.

په وړاندیز کې د صنعا د هوایي ډګر بیرته پرانیستل او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سیاسي خبرو اترو بیا پیل کول شامل دي.

خو یاغیانو ویلي چې دا وړاندیزونه کوم نوی شی ندی او ټینګار کوي چې د هر ډول اوربند د کیدو نه وړاندې باید سعودي عربستان د یمن ټولې هوایي او بحري لارې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG