د لاس رسي وړ اتصالات

په سودان کې په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۵۶ ولسي خلک وژل شوي 


سودان جګړه
سودان جګړه

له سودان څخه راپورونه وايي چې دغلته د دوو غلیمو ډلو ترمنځ په تازه نښتو کې شاوخوا ۵۶ تنه وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او یو شمېر ودانۍ او سیمې زیانمنې شوې دي.

دا نښته نړیوالې ټولنې ته د خطر یو بل زنګ بلل کېږي. عیني‌ شاهدانو ویلي دي چې په مرکز خرطوم او د سودان په جنوب کې په ځینو لېرو پرتو سیمو کې ډزې او چاودنې شوې، ټانګونه په سړګونو او جیټ الوتکې په فضا کې ګرځي.

نښته د شنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري۲۶) د جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو ترمنځ، چې د چټک ملاتړ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر دی، له څو اوونیو ژوورو اختلافات ووروسته پیل شوه.

دواړه خواوې یو بل د جګړې په پيلولو تورنوي. د سودان په ملي تلویزون کې له کومې تبصرې او اعلامیې پرته وطني ترانې خپرېږي.

د داغلو د چټک ملاتړ ډله وايي چې د جمهوري ریاست ماڼۍ، د مرکز خرطوم هوايي ډګر او ځینې نورې سیمې یې نیولې دي،‌ خو پوځ ټېنګار کوي‌ چې دوی په واک کې دي او له خلکو یې غوښتي دي چې له کورونو څخه د باندې ونه وځي، ځکه چې الوتکې د مخالفې ډلې په مرکزونو بریدونه کوي.

فرانس پرس اژانس وايي ځینې ویدیوګانې ورته رسېدلي چېپه مرکز خرطوم کې له یوې ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي، خو پوځ ویلي‌ دي چې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.

د چټک ملاتړ ډله د «جانجاوید ملېشو» څخه په ۲۰۱۳ کال کې جوړه ده، هغه وخت ولسمشر عمر البشیر دا ډله د دارفور په لویدیځ کې د غیر عربو نژادونو په ضد کاروله. دا ډله په ځینو جنګي جرمونو هم تورنه ده او شاوخوا ۱۰۰ جنګیالي دي.

د سودان د پوځ په چوکاټ کې د دغې ډلې د جنګیالیو شاملول د پلان یوه مهمه برخه وه چې په سودان کې سیاسي‌ او اقتصادي بحران ته د پای ټکی کېښودل شي‌. دغلته په ۲۰۲۱ کال کې د پوځ له کودتا وروسته شخړې پیل شوې دي.

د «سودان ډاکټرانو مرکزي کمېټې» ویلي دي‌ چې په جګړې کې د وژل شویو ولسي خلک شمېر ۵۶ ته رسېدلی او شاوخوا ۶۰۰ نور ژوبل دي. ډاکټرانو د ټولنیزو رسنیو له لارې د مرستې، امبولانسونو ته یې د لار ورکولو او جګړې د ختمېدو غوښتنه کړه.

په خرطوم کې یو عیني شاهد احمد سیف ویلي دي چې د چاودنو او ډزو له کبله یې ټوله شپه خوب نه دی کړی. هغه ویلي دي چې وضعیت خراب دی او داسې نه ښکاري چې دا جګړه دې ژر ختمه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشني انتوني ګوتېرش د جګړې د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې جګړه د سودان د ولسي‌خلکو امنیت او مصونیت ګواښي.

افریقايي ټولنې، اروپايي ټولنې، بریتانیا، روسیې، چین او ایران هم د تاوتریخوالي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې چې عرب لیګ نن یکشنبه د سودان د وضعیت د ارزولو په اړه غونډه وکړي، مصر د دغې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG