د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر او اوغلو په انقره کې د افغان سولې د جوړېدونکې غونډې په اړه خبرې کړي


اتمر له خپل ترکي سیال سره
اتمر له خپل ترکي سیال سره

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تمه ښودلې چې د ترکیې ناسته په افغانستان کې د سیاسي هواري لپاره مثبته تمامه شي.

حنیف اتمر دغه څرګندونې نن یکشنبه مارچ ۱۳(کب ۲۴) د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د تیلیفوني خبرو پرمهال کړي دي.

یاد وزارت ویلي چې دواړو لورو د افغان سولې په اړه په ترکیه کې د تر سره کېدونکي غونډې او د سولې مذاکراتو د راتلونکي پړاو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې.

حنیف اتمر تمه ښودلې چې د ترکیې ناسته به د اوربند ټینګولو او د افغانانو د غوښتنې سره سم یو سیاسي حل ته د رسیدو په لور مثبت ګام وي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي: "ښاغلي اتمر د افغانستان سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو کوربتوب لپاره د ترکيې چمتووالي څخه د یو با ارزښته او معتبر دوست او ملګري په توګه ستاينه وکړه او د غونډې د اهدافو، اجنډا، برخه اخیستونکو او پایلو په اړه یې د تماسونو او سلامشورو پر زیاتولو ټینګار وکړ."

ټاکل شوې د اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړه شي.

اتمر له خپل ترکي سیال سره د دې ترڅنګ د آسیا زړه - استانبول پروسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو د نهمې ناستې په اړه هم خبرې کړي او یاده ناسته یې د افغانستان د سولې مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د مشورو او چمتووالي لپاره ښه فرصت بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ترکیې په کوربتوب ناسته به د دوحې بدیل نه بلکې د هغې تکمیلونکې وې.

چاووش اوغلو ویلي چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په استول شوي لیک کې له ترکیې څخه غوښي وو چې د دوحې توافق د نهايي کولو په هدف د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ په لوړه سطحه د یوې ناستې کوربتوب وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تیره ورځ وویل چې افغان حکومت په یاده غونډه کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG