د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید کې د بریدګرو په ګډون ۷ تنه وژل شوي

د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر احمد شیخ رسنیو ته ویلي چې په دغه حمله کې دوه پاکستاني پولیس دوه ملکیان او درې حمله کوونکي وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغه حمله کې د چین قونسلګرۍ مامورینو ته زیان نه دی رسېدلی.

یاد پولیس افسر ویلي چې حمله پای ته رسېدلې او له حمله کوونکو څخه ځانمرګي واسکټونه او لاسي بمونه پاته شوي دي.

د پېښې مسؤلیت بلوچ بېلتون خوښې تنظیم په غاړه اخیستې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر خپل ټوېټر لیکلي چې د چین دغه ناکام برید له چین سره د پاکستان د وروستیو اقتصادي تړونونو په غبرګون کې شوی دی. او هدف یې د چینايي سوداګرو ډارول دي:

  • پخواني معلومات
  • د پاکستان په لوی سوداګریز ښار کراچۍ کې وسله والو کسانو د چین پر قونسلګرۍ حمله کړې ده.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې په دغه حمله کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

یاد آژنس وايي پر یادې قونسلګرۍ حمله جریان لري او له ودانۍ څخه دودونه پورته کېږي.

اسوشېټېډ پرېس آژانس د محمد اشفق په نوم د پولیسو د یوه قوماندان له خولې ویلي چې د حمله کوونکو شمېر له ددو تنو څخه زیات وو چې نن جمعه سهار شااوخوا لس بجې حمله وکړه.

یاد پولیس افسر ویلي چې سیمې ته پاکستاني پولیس رسېدلي دي او هڅه کوي چې وسله وال حمله کوونکي له منځه یوسي.

پاکستاني چارواکي‌ وايي چې وسله والو حمله کوونکو لومړی د دروازې په ماتولو سره قونسلګرۍ ته ننوتي او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.

کراچۍ د پاکستان په جنوب کې یو سوداګریز سمندري ښار دی.

XS
SM
MD
LG