د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان پوهنتون د استادانو پر موټر وسله وال برید شوی


تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د بغلان پوهنتون د استادانو د عملې پر موټر وسله وال برید کې یو محصل او موټر چلوونکی وژل شوي او شپږ تنه استادان ټپيان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن سې شنبه مارچ ۱۶(کب ۲۶) امریکا غږ ته وویل چې د استادانو د عملې پر موټر وسله وال برید د پلخمري او د قند فابریکې پر لار سهار څه باندې اته بجې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار ۸ بجې او ۴۰ دقیقې د پوهنتون د عملې موټر د پوهنتون پر لور تلی، دښمن د پلخمري ـ قند فابریکې پر لار ورباندې برید کړی دی، شپږ استادان ټپیان شوي، یو محصل او موټر چلوونکی شهیدان شوي دي."

د بغلان امنیتي چارواکو د یاد ولایت د پوهنتون پر استادانو برید د وسله والو طالبانو کار بللی، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه برید دوی نه دی کړی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د بغلان ولایت د پوهنتون د استادانو د عملې پر موټر برید تائید کړی دی.

یاد وزارت د پوهنتون پر استادانو برید غندلی او له اړوندو امنیتي او کشفي ارګانونو څخه یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

ویل کیږي چې دغه برید د بغلان پوهنتون د کرنې او مالدارۍ پوهنځي پر استادانو شوی دی.

دغه برید پر داسې مهال کیږي چې تیره ورځ په کابل کې هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کار کوونکو د عملې پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښتل.

تر دا مهاله ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG