د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: پر کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو


د کابل پوهنتون د عامه ادارې پوهنځی چې وسله والو پرې برید وکړ
د کابل پوهنتون د عامه ادارې پوهنځی چې وسله والو پرې برید وکړ

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د برید طراح یې نیولی دی.

ښاغلي صالح نن شنبه نومبر۱۴(لړم۲۴) پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې نیول شوی کس عادل نومیږي او د شریعاتو پوهنځی درې کاله لوستی دی.

نوموړي زیاته کړې چې یاد کس اصلاً د پنجشېر ولایت اوسېدونکی او کورنۍ یې دا مهال د کابل ښار په څرخي پله سیمه کې اوسېدی.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال زیاتوي چې پر کابل پوهنتون د برید نیول شوی طراح د ثناوالله په نوم کس لخوا حقاني شبکۍ ته جذب شوی دی.

صالح وايي چې نیول شوي کس پخپلو اعترافاتو کې ویل چې وسله یې په خوست کې له حقاني شبکې څخه تر لاسه کړې ده. او ورته ویل شوي و چې په یاد کار سره حکومت ناکاره معرفي او تر فشار لاندې راولي.

خو ښاغلي صالح ویلي کوم کسانو چې پر کابل پوهنتون برید تر سره کړی په وینا یې له څو هویتونو یې لکه حزب التحریرـ طالب ـ داعش څخه د اړتیا پر مهال استفاده کړې ده.

وسله وال طالبان چې تر دې مخکې هم په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړی و، نن شنبه یې یو ځل بیا ویلي چې په دغه برید کې لاس نه لري.

پر کابل پوهنتون برید د روانې لړم میاشتې پر ۱۳مه نېټه تر سره شو چې د چارواکو په وینا ۲۲ تنه پکې ووژل شول او څه باندې ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

دغه برید چې په پراخه کچه وغندل شو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG