د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د میدان وردګ پر ښاروالې وسله وال برید شوی

ظریفه غفاري
ظریفه غفاري

د میدان وردګو پر ښاروالۍ ظریفه غفاري د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند خوشحال خان مېنه کې وسله وال برید شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن یکشنبه ۱:۳۰ شوې ده.

هغه وویل په دغه برید کې مېرمن غفاري ته زیان نه دی رسېدلی او یو امنیتي پلاوی د څېړنو لپاره د پېښې ځای ته استول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

تر دا مهال د دغه برید مسؤلیت کوم شخص او یا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

میرمن غفاري څو اونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د نړۍ د زړورو ښځو جایزه تر لاسه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د « IWOC» په نوم د زړورو ښځو جایزه د نړۍ په کچه هغه مېرمنو ته ورکوي چې د سولې، عدالت، بشري حقوقو څخه د دفاع، جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هلې ځلې کړي وي.

د میدان وردګ ښارواله مېرمن ظریفه غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازاد رقابت له لارې د میدان وردګ ولایت د مرکز ښارواله شوه.

آغلې غفاري دغې دندې ته تر بریالي کېدو وروسته پنځه میاشتې په کابل کې وه او ویلې وه چې د ځینو ستونزو له امله ورته د کار اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړې هغه مهال امریکا غږ ته ویلي وو چې له دې کبله چې ښځه ده، له کار سره یې مخالفتونه کیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG