د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې یو کس په ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر وژلي دي


د برازیل په سویل کې یو ۲۵ کلن ځوان د چهار شنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) په یو لومړني ښوونځي کې څلور ماشومان په تبر ووژل او بیا یې ځان پولیسو ته وسپاره.

د برازیل ولسمشر لویس اناسیو لویو دیسلوا دا برید "وحشیانه" بللی او هغه یې غندلی دی.

د برازیل د سانټا په ایالت کې حکومتي چارواکو او پولیسو ویلي، بریدګر له دیوال څخه په ټوپ وهلو یو خصوصي لومړني ښوونځي ته ننونی او بیا یې څلور ماشومان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

پولیسو زیاته کړې چې بریدګر د موټر سایکل په واسطه د پولیسو مرکز ته تللی او ځان یې امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی. د بیړني وضعیت یو کارکوونکي دیاګو دی سوزا خبریالانو ته ویلي چې بریدګر اکثریت ماشومان په سر وهلي دي.

چارواکو زیاته کړې چې په دې پيښه کې درې هلکان او یوه نجلۍ وژل شوي چې عمرونه یې د پنځو او اوو کلونو ترمنځ دي.

په ټپي شویو ماشومانو کې دوه نجونې دي چې عمرونه یې پنځه کاله او دوه هلکان دي چې عمرونه یې د دریو او پنځو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي. ډاکټرانو د ټپي ماشومانو وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

چارواکو ویلي دي چې بریدګر د سانټا کاتارینا سیمې اوسیدونکی دی چې تر دې مخکې څلور ځله نیول شوی دی، یو ځل په چاړه د خپل ناسکه پلار د وهلو له امله نیول شوی و.

پولیسو ویلي دي چې بریدګر دا کار یوازې کړی او بل څوک په پيښه کې ښکیل ندي.

د ښوونځي د یو ښوونکي په وینا کله چې بریدګر د ښوونځي د لوبو په ډګر کې ماشومان وهل، هغې څو نور ماشومان په تشناب کې پټ کړل.

په وروستیو کلونو کې په برازیل کې په ښوونځیو کې تاوتریخوالي زیات شوي دي. تیره اوونۍ یو ۱۳ کلن ماشوم د ساوپاولو ښار په یو ښوونځي کې یو ښوونکی په چړې وواژه.

د تیر کال په نومبر میاشت کې هم یو ۱۶ کلن بریدګر د یاد هیواد په دوو ښوونځیو کې په ډزو څلور ماشومان ووژل او څه باندې لس نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG