د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په بیارغونه کې څه د پاسه ۲۲۰۰ کسان وژل شوي


د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتش د دفتر یو رپوټ چې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ١١ (سلواغې ٢٢) خپور شو، وایي د ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠١٩ پورې د افغانستان د بیارغونې پر ماموریت باندې بریدونو کې څه دپاسه ٢٢٠٠ تنه وژل شوي او شاوخوا ٣٠٠٠ نور ټپیان شوي دي.

د "انسانِ تلفاتو" په اړه دغه رپوټ پداسې حال کې خپریږي چې په کابل کې په ننني ( سه شنبه/فبروري۱۱) برید کې بیا یو شمیر ملکيان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړي استازي جان سوپکو، وویل چې د ٢٠٠٢ کال څخه د ٢٠١٩ کال تر پای پورې ٢٢١۴ تنه په غیر محاربو ډگرونو کې وژل شوي چې ٢٨۴ یې امریکایي اتباع دي.

د سیگار رئیس پدغه رپوټ کې همداشان ویلي چې د ۲۴۸ امریکایانو له ډلې نه ٢١٦ یې پوځیان او ٦٨ یې ملکیان وو. پدغه رپوټ کې هغه بریدونه ندي شامل چې پر امریکا پوځي اډو او ملکي اهدافو باندې شوي دي.

ښاغلي سوپکو ویلي چې د ١٣١ پوځیانو او ١۴۴٧ ملکیانو په وژل کیدو سره د مرگ ژوبلې زیاته کچه افغانانو ته رسیدلې ده چې د خپل هیواد د بیارغونې لپاره یې ژوند بایللی دی.

ددې تر څنگ د ایتلاف د غړو هیوادونو ١٠٠ تنه اتباع او د نورو هیوادونو ١٢۴ تنه اوسیدونکي هم د افغانستان په بیارغونه کې وژل شوي دي.

هغه ویلي دي سره له دې چې د امریکا متحده ایالات د یو احتمالي موافقې لپاره په مذاکراتو بوخت دي د ٢٠١٩ کال په وروستۍ برخه کې تاوتریخوالی تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.

ښاغلي سوپکو ویلي چې سیگار د کلونو راهیسې پراخې هڅې کړي چې د بیارغونې او د افغانستان د ثبات لپاره مالي لگښتونه وڅاري، خو د انساني تلفاتو د شمیر او د هغه کسانو د څارنې لکه په اړه یې چې ددغو فعالیتونو د بشپړه کولو لپاره یرغمل شوي لږې هڅې کړې دي.

XS
SM
MD
LG