د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي‌ ولیعهد د فوټبال نړیوال جام افتتاحیه مراسمو لپاره قطر ته تللی 


د سعودي‌عربستان ولیعهد قطر ته تللی دی
د سعودي‌عربستان ولیعهد قطر ته تللی دی

د سعودي عربستان دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان په قطر کې د ۲۰۲۲ د فوټبال نړیوال جام سیالیو د پرانیستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره نن یکشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) دوحې ته رسېدلی دی.

د دغې رسنۍ د راپور په اساس له ولیعهد سره په دغه سفر کې د سعودي عربستان د کورنیو او بهرنیو چارو، د سواګرۍ او انرژۍ وزیران او همدغه راز د ملي امنیت مشاور او د دغه هېواد د ملي ګارد مشر هم مل دي.

د سعودي عربستان د ورزش وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې شهزاد محمد ټولو وزارتونو ته لارښوونه کړې ده چې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام د ترسره کولو لپاره «د قطر د ضرورت وړ ټولې اسانتیاوې» برابرې او مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې سعودي عربستان له متحده عربو اماراتو، بحرین او مصر سره په ګده په قطر باندې د افراطیت دملاتړ او ایران سره د نژدیو اړیکو له کبله بندیزونه ولګول که څه هم دوحه د افراطیت د ملاتړ تورونه ردوي.

خو دغو هېوادونو بیا په ۲۰۲۱ کال کې له قطر څخه د دغو بندیزونو په لېرې کولو توافق وکړ. محمد بن سلمان د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې قطر ته ولاړ او هلته یې د لوسیل د فوټبال میدان هم ولیده چې ټاکل شوې اوس په کې د فوټبال نړیوالې لوبې په کې وشي.

د سعودي حکومت وايي د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام تر سیالیو مخکې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اونۍ کې اوه پروازونه کېدل او اوس اټکل کېږي چې د لوبو په مهال به د دغو پروازونو شمېر ۲۴۰ ته ورسېږي.

سعودي‌ عربستان همدغه راز له قطر سره په سرحد کې د سیلانیانو لپاره یو لړ سهولتونه هم برابر کړي دي. د قطر د ۲۰۲۲ فوټبال په نړیوال جام کې د کوربه هېواد په ګډون ۳۲ لوبډلې لوبېږي او لومړی ځل دی چې دا سیالۍ د خلیج په کوم هېواد کې کیږي.

XS
SM
MD
LG