د امریکا د متحدو ایالتونو، اسټرالیا او د بریتانیا لوړپوړو دفاعي چارواکو د دې درې اړخیزه پوځي ائتلاف، چې د آکس په نوم یادیږي، د همکارۍ د راتلونکې مرحلې په پرمخ بېولو ټینګار کړی، چې د اټومي اوبتلونو په پراختیا تمرکز کوي.
د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هګسیت، د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۰) په داسې حال کې چې د هغه بریتانیایي او اسټرالیایي سیالان هم ورسره وو، اعلان وکړ چې پنټاګون د اکس تړون ارزونه پای ته رسولې ده.
هګسیټ وویل: "د اکس له لارې او هغه ارزونه چې موږ ترسره کړه، موږ د خپلو هېوادونو ترمنځ د سخت ځواک عملي او واقعي کارونې ته دوامداره ژمنتیا [نندارې ته وړاندې کړه] چې د ځواک له لارې سوله منعکس کړي؛ هغه حقیقي وړتیاوې چې د مخنیوي اغېز وښيي، کوم چې موږ ټول یې غواړو."
د امریکا د جنګ وزیر وویل: "کیدای شي موږ د جنګ وزارت او د دفاع وزارتونه رهبري کړو، خو زموږ موخه د امریکا، اسټرالیا او برتانیا د خلکو په استازیتوب سوله ده، او موږ دا موخه د خپلې مشرۍ په استازیتوب په ګډه تعقیبوو."
د متحدو ایالتونو د جنګ وزارت ویلي دي چې د اکس بیا ارزونه د دې ټړون د پیاوړتیا لپاره د فرصتونو د موندلو او د اوږدمهاله بریا په موخه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "امریکا اول" اجنډا سره مطابقت لري، ترسره شوې ده.
اکس د متحدو ایالتونو، استرالیا او بریتانیا ترمنخ یو درې اړخیزه ستراټیژیک امنتي او دفاعي تړون دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې رامنخ شو چې د هند-ارام سمندر په سیمه کې دفاعي همکاري ته وده ورکړي. د دې موخه د چین د مخ پر ودې پوځي فعالیتونو او په دې سیمه کې د بیجینګ د نفوذ زیاتوالي سره مقابله کول دي.
د دې پوځي تړون د برنامې یوه برخه دا ده چې له اسټرالیا سره مرسته وشي چې اټومي اوبتلونه ترلاسه کړي. د اکس د تړون په اساس، استرالیا تر ۲۰۳۰ کاله پورې به له متحدو ایالتونو څخه درې اوبتلونه ترلاسه کړي.
دا درې هیوادونه په پام کې لري چې د "اېس اېس ان-اکس" په نوم د اوبتلونو یوه نوې بڼه هم جوړه کړي. تمه کیږي چې دا اوبتلونه د بریتانیا لخوا تر ۲۰۳۰ کلونو پورې جوړ شي او تر ۲۰۴۰ کلونو پورې استرالیا ته وسپارل شي.
د برتانیا د دفاع وزیر، جان هیلی، وویل: "په تېرو ۷۰ کلونو کې، له هغه وخت راهیسې چې په ۱۹۵۸ کال کې د لومړي ځل لپاره متحدو ایالتونو او بریتانیا په دې لوی ښار کې هوکړه وکړه چې اټومي ټکنالوژي سره شریکه کړي، اکس د بریتانیا لپاره تر ټولو مهمه پوځي همکاري ده. د هغه وخت په څېر، دا به د راتلونکو نسلونو د ګډ امنیت لپاره یو بنسټیز مشارکت وي."
هیلی وویل: "ارزونې بشپړې شوې دي؛ اوس د سپارلو وخت دی. کله چې موږ د سپارلو په اړه خبرې کوو، موږ د تر ټولو پیاوړي او وېروونکي جنګي اوبتلونو په اړه خبرې کوو چې تر اوسه پورې ساری یې په نړۍ کې ندی لیدل شوی."
د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال او د هغه هېواد د دفاع وزیر، ریچارډ مارلس، وویل چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د اکس په اړه به د پام وړ پرمختګ وشي، چې په کې په استرالیا کې د متحدو ایالتونو د اټومي اوبتلونو د ګرځېدو د کچې لوړېدل به هم په کې شامل وي.
د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې اسټرالیا د امریکا د اوبتلونو د تولید د وړتیا د پراخولو په موخه، یو ملیارد ډالر اضافي مرسته به وکړي.
فورم \ دبحث خونه