د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د پنځو لوبو په لړۍ کې پرله پسې په پنځمې لوبې کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره کلین سویپ وکړ
د اسټرالیا لوبډلې په اخیرۍ لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته په ٢٠ منډو سره ماتې ورکړ او د پنځو لوبو سیریز یې وگاټه.
اسټرالیا په لمړي بیټنگ سره په پنځوسو اورونو کې ٣٢٧ منډې وکړی چې پاکستان یې په ځواب کې د ٧ لوبغاړو په سوځیدو سره ٣٠٧ منډې وکړلی.
د اسټرالیا د ٣٢٧ منډو په ځواب کې د پاکستان لوبغاړو په اوله کې ښه لوبه وکړه خو په اخیري اورونو کې ترینه لوبه خطا شوه او څلوریزې یا شپږیزې یې ونه لگول شوې.
د اسټرالیا لخوا میکسویل چې په ٣٣ توپونو یې ٧٠ منډې وکړی د لوبې غوره لوبغاړې و. د اسټرالیا فنچ هم په څلورو لوبو کې ښه وځلیده.
د یادونې وړ ده چې دا په یوې ورځنۍ لوبو کې د اسټرالیا پرله پسې اتمه کامیابي ده.