د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د کرکټ د پنځو ورځنیو لوبو نړیواله اتلولي‌ وګټله


د استرالیا د کرکټ لوبډلې د پنځو ورځنیو سیالیو [ټست] په پایلوبې کې د هند د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.

دا لوبه پنځه ورځې مخکې د انګلنډ د کېنېنګټن د اووال په لوبغالي کې پیل شوې وه او د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا۲۱) ختمه شوه.

د کرکټ په ټست لوبو کې هره لوبډله دوې پاڼۍ لري. استرالیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۴۶۹ منډې وکړې او هند یې په ځواب کې ۲۹۶ وکړې او په دې حساب استرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې له هند څخه ۱۷۳ منډې مخکې شوه.

استرالیا په خپلې دویمې پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۰ منډې وکړې او خپله لوبه یې تمامه اعلان کړه. دا چې استرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې له هند څخه ۱۷۳ منډې مخکې شوې وه او بیا یې په دویمې پاڼۍ کې ۲۷۰ نورې منډې هم وکړې، نو په دې اساس، د هند لپاره یې د ۴۴۴ منډو هدف وټاکه.

هند د دغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، ټول لوبغاړي یې په ۲۳۴ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۲۰۹ منډو په توپیر وبایلله.

د استرالیا دوو لوبغاړو سټیفن سمیت او تراویس هیډ په لومړۍ پاڼۍ کې په ترتیب سره ۱۲۱ او ۱۶۳ منډې وکړې. د هند یو لوبغاړي هم سلیزه ونشوه کړای. د دغې لوبې غوره لوبغاړی د استرالیا ټراویس هېډ شو.

د پنځو ورځنیو لوبو [ټست] د اتلولۍ سیالۍ په هرو دوو کالونو کې یو ځل وي. تېر ‌ځل نیوزلنډ په پایلوبې کې هند ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG