د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش د افغانستان سره د کرکټ ټیسټ لوبې ته دوه نوي لوبغاړي اعلان کړل


بنګله دېش وايي د افغانستان سره د ټیست لوبې دپاره یې خپل یو نوی توپ وهونکی شهادت حسین او تیز بالر مشفق حسن تیار کړي دي.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ دا ټېسټ لوبه جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) د بنګله دېش په پایتخت ډاکه کې پیلیږي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان ټیم د جون په لسمه ددې لوبې دپاره بنګلدېش ته ورسیږي.

یوویشت کلن توپ وهونکي شهادت حسین په ۲۰۲۱ کې د لومړۍ درجې [فرست کلاس- څلور ورځنۍ] لوبې پیل کړي او تر اوسه یې په ۲۰ لوبو کې ۱۲۶۵ منډې کړي چې دوه سلیزې او ۱۰ پنځوسیزې پکې شاملې دي.

د ۲۰ کلن چټک بالر مشفق حسن یو کال کیږي چې د لومړۍ درجې لوبو کې برخه اخلي، تر اوسه یې په ۱۳ لوبو کې ۴۹ لوبغاړي سوځولي او درې ځلې یې په یوې لوبې کې پنځه ویکټي اخیستي دي.

دواړه لوبغاړي د بنګله دېش او جنوبي افریقا د الف لوبډلو په وروستي سیریز کې ښه ځلېدلي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان لوبډله له دې ټیسټ لوبې وروسته د لوی اختر دپاره هېواد ته ستنه شي او له اختر وروسته به د بنګله دېش سره د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو دپاره دوباره بنګله دېش ته ځي.

افغانستان تر اوسه له بنګله دېش سره یوه ټیسټ لوبه کړې ده. د ۲۰۱۹ په لوبه کې افغانستان کوربه بنګله دېش ته د ۲۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د افغانستان سره په لوبه کې د شکیب الحسن پر ځای لینټن داس د بنګله دېش د ټیم کپتاني کوي. د شکیب الحسن ګوته ژوبله شوې او په ټیم کې نشته.

د بنګله دېش په سکواډ کې دا لوبغاړي شامل دي: لیټن داس (کپتان)، تمیم اقبال، ذاکر حسن، نجم الحسین شانتو، مومن الحق شوراب، مشفق الرحیم، مهدي حسن میراز، تاج الاسلام، سید خالد احمد، عبادت حسین چوهدري، تسکین احمد، شرف الاسلام، محمود الحسن جوی، حسین دیپو او مشفق حسن.

XS
SM
MD
LG