د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته ووته


استرالیا د کرکټ نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.
استرالیا د کرکټ نړیوال جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

په هند کې د کرکټ ۵۰ اوریز نړیوال جام په دوهمه نیمه پای لوبه کې استرالیا د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) جنوبي افریقا ته د دریو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د جام پایلوبې ته ورسیده.

جنوبي افریقا په نننۍ لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه، تر وروستي اوور پورې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او مقابل لوري ته یې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

په مقابل کې استرالیا په ۴۷ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د استرالیا توپ وهونکي ټراویس هیډ په ۴۸ توپونو ۶۲ منډې وکړې او د توپ اچونې په برخه کې یې د جنوبي افریقا دوه لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د استرالیا دپاره توپ وهونکو سټیو سمیت ۳۰، ډیویډ وارنر ۲۹ او جاش انګلیس ۲۸ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا توپ وهونکو کوینټن ډیکاک ۱۰۱ منډې، هنریک کلاسن ۴۷، جیرالد کوتزی ۱۹ منډې وکړې او نور لوبغاړي یې له ۱۰ څخه د لږ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

دا اتم ځل دی چې استرالیا د کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته رسیږي او پنځه ځله یې دغه جام ګټلی دی.

هند تر اوسه دوه ځله نړیوال جام ګټلی او د چهارشنبې په ورځ د روان نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووت.

د نړیوال جام پای لوبه د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) د هند او استرالیا تر منځ ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG