د لاس رسي وړ اتصالات

د سلیزو پنځوسیزه؛ د هند د کرکټ لوبغاړي ویرات کوهلي نوی ریکارډ


ویرات کوهلي په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې پنځوسمه سلیزه وکړه او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ
ویرات کوهلي په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې پنځوسمه سلیزه وکړه او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي په یوې ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې پوره کړې.

دا په نړیوال کرکټ کې یو نوی ریکارډ دی. ویرات کوهلي دا ریکارډ د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم۲۴) د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبې کې د نیوزلنډ په مقابل لوبې کې جوړ کړ.

لوبه د ممبۍ د وانکید (Wankhede) په لوبغالي کې وشوه چې نیوزلنډ د هند د ۳۹۷ منډو په ځواب کې ۲۳۷ منډې وکړې، هند په ۷۰ مندو وګټله او پایلوبې ته ووت.

ویرات کوهلي خپله پنځوسمه سلیزه په ۱۰۶ توپونو وکړه. دی په ۱۱۷ منډو اوټ شو چې په منډو کې یې دوې شپږیزې او نهه څلوریزې شاملې وې.

کوهلي په دغې سلیزې سره د هند د یو بل مشهور پخواني لوبغاړي سچن تنډولکر ریکارډ هم مات کړ، هغه په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۹ سلیزې کړې وې.

تنډولکر هم د دغې لوبې د لیدو لپاره په میدان کې ناست و او کله چې کوهلي سلیزه وکړه، هغه له خپل ځای څخه پاڅېده او کوهلي ته یې چکچکې وکړې.

تنډولکر په خپل ایکس حساب کې د کوهلي د ستایلو تر څنګ لیکلي دي چې خوشحاله دی یو هندي لوبغاړي د هغه نړیوال ریکارډ ماټ کړ.

« تاسو مې په اول ځل د هند د کرکټ لوبغاړو د جامو بدلولو په خونې کې ولیدی، نورو لوبغاړو ځورولې چې [د احترام لپاره] زما پښو ته ټېټ شی او ما هم خپله خندا نشوه ټېنګولای. خو تاسو ډېر ژر په خپل مهارت او لیوالتیا سره زما زړه ته لاره وکړه. ‌خوشحال یم چې اوس هغه ځلمی د کرکټ "ویرات" شو. ما ته دا هم د خوشحالۍ ځای دی چې یو هندي لوبغاړي زما ریکارډ مات کړ....»

د نړۍ د کرکټ سلګونو لوبغاړو او زرګونو مینه والو ویرات کوهلي ته د دغه نوي ریکارډ مبارکي ورکړې ده. ویرات کوهلي هم له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې دا د هغه لپاره یو لوی ویاړ دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د کوهلي د پنځوسو سلیزو د ریکارډ جوړولو ستاینه کړې ده او ویلي دي چې دا د هغه د قوي هوډ او استثنایي استعداد څرګندونه ده. مودي هیله ښودلې ده چې کوهلي د اینده نسلونو لپاره د معیارونو ټاکل روان وساتي.

دا د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د ویرات کوهلي درېیمه سلیزه وه، هغه د جنوبي افریقا او بنګله دېش په مقابل لوبو کې هم سلیزې کړې وې. نوموړي په روان نړیوال جام کې تر دې دمه تر بل هر منډه جوړوونکي ډېرې ۷۱۱ منډې کړې دي.

ویرات کوهلي په نړیوال کرکټ کې ټولې ۸۰ سلیزې لرې چې ۵۰ یې په یوې ورځنیو، ۲۹ یې په پنځو ورځنیو (ټسټ لوبو) او یوه سلیزه یې په شل اوریزو سیالیو کې کړي دي.

په نړیوال کرکټ کې تر ټولو ډېرې سلیزې د هند پخواني لوبغاړي سچن تنډولکر کړي دي چې ۱۰۰ سلیزې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG