د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا؛ آسترالیا چینایانو سره د تبعیض په اړه د بیجینګ ادعا رد کړه


په بیجینګ کې دوه کسان د آسترالیا د سفارت له مخې تېریږي
په بیجینګ کې دوه کسان د آسترالیا د سفارت له مخې تېریږي

د آسترالیا حکومت د بیجینګ د چارواکو پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې له خپلو خلکو یې غوښتي د "چینایانو سره د تبعیض" له کبله آسترالیا ته سفر ونکړي.

د چین د فرهنګ او توریزم وزارت په یوې تازه اعلامیې کې ادعا کړې ده چې په دې وروستیو کې په آسترالیا کې د "کرونا ویروس له کبله په چینايانو او نورو آسیایانو باندې نژادي بریدونه" زیات شوي دي.

په اعلامیې کې له ټولو چیناینا غوښتل شوي دي چې آسترالیا ته له سفر کولو ډډه وکړي. خو د چین حکومت په آسترالیا کې له چینایانو سره د توپیري چلند د ادعا په اړه کوم کره شواهد او اسناد نه دي ‌وړاندې کړي.

د آسترالیا حکومت د چین دا ادعاوې په کلکه رد کړي دي.

د آسترالیا د صدراعظم مرستیال مایکل مکارمک وویل: " دا د بحث وړ موضوع ده، ځکه چې اوس د آسترالیا او چین ترمنځ پراوزونه نشته. خو اجازه راکړئ چې درته یې ووایم: آسترالیا ټولو ته هرکلی وایي او په دې هم پوهیږو چې له چین سره د ۱۴۹.۷ میلیارد آسترالیايي ډالرو (۱۰۴میلیارد امریکایي ډالر) تجارت لرو. موږ پوهېږو چې باید د یو بل درناوی وکړو. هر چینايي چې آسترالیا کې دی، ښه راغلاست ورته وايو. "

له دې هر څه سره سره داسې راپورونه شته چې په آسترالیا کې ځینې چینايي-آسترالیایان او نور آسیايي کډوال د کروناویروس له کبله ځورول شوي‌ دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو ځورونو ځینې ویدویګانې هم خپرې شوي دي.

په یو ښوونځي کې زده کوونکو پر یو چینایي زده کوونکي ملنډې وهلې او له هغه یې غوښتي چې د کرونا معاینه وکړي. د آسترالیا په میلبورن کې یوې چینایي کورنۍ ادعا کړې ده چې یوې اونۍ کې یې پر کور درې ځلې بریدونه شوي دي.‌

د آسترالیا او چین اختلافات

په دې وروستیو کې د چین او آسترالیا ترمنځ اختلافات زیات شوي‌ دي. د آسترالیا حکومت د فبرورۍ په میاشت کې له نړیوالو وغوښتل چې باید په چین کې د کروناویروس د خپرېدو په اړه دقیقې پلټنې وکړې.

امریکایي چاروکي وايي چې د کروناویروس د چین په لابراتوارونو کې جوړ شوی او خپور شوی دی، خو چین دا ادعا ردوي.

آسترالیا د کروناویروس د خپرېدو له ویرې له چین او نورو هېوادونو سره هم خپل پروازونه بند کړل او دې کار د چین حکومت نور هم پارولی دی.

چین د آسترالیا زراعتي محصولات بند کړل او په ځینو یې تعرفې ولګولې. یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې چین له دې لارې له آسترالیا څخه د هغه هېواد د وروستیو پرېکړو غچ اخلي.

په آسترالیا کې تر دې دمه د کرونا له کبله شاوخوا ۱۰۲ تنه مړه شوي ‌او څه باندې ۷۲۶۰ نور پرې اخته دي.

د کروناویروس دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې تر ۴۰۰زره ډېر کسان مړه کړي او شاوخوا ۶.۸میلیون نور انسانان پرې اخته دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو.

XS
SM
MD
LG