د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ هسپانیا بله میاشت سیلانیانو ته دروازې پرانیزي


تصویر: آرشیف
تصویر: آرشیف

په هسپانیا کې چارواکي وایي چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه به د نړیوالو سیلانیانو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي.

د هسپانیا د حکومت یوې ویاندې ماریا جیزس مونتیرو نن جمعه د جون پنځمه (غبرګولي۱۶) په یو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې هسپانیا به بله میاشت بهرنیو سیلانیانو ته هرکلی ووايي.

حکومت دا اعلان داسې مهال کوي چې رویټرز خبري آژانس وايي چې د هسپانیا د توریزم وزیرې ريیاس ماروتو تېره ورځ اعلان کړی و چې د هسپانیا ځمکني سرحدونه به د روانې جون میاشتې په ۲۲ پرانیستل کیږي.

د هسپانیا په ګاونډ پورتګال کې د هسپانیا په دغې پرېکړې انتقادونه وشول او د هسپانیا د توریزم وزیرې بېرته خپله خبره واخیسته.

په هسپانیا کې د کروناویروس د خپرېدو او د تلفاتو له زیاتېدو وروسته قرنطین اعلان شو چې اوس حکومت هڅه کوي د قرنطین محدودیتونه کم او ختم کړي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو په اساس په هسپانیا کې تر دې دمه د کرونا له کبله څه باندې ۲۷۱۰۰ کسان مړه شوي‌ او شاوخوا ۲۴۰زره نور په دغه ویروس اخته دي.

هسپانیا شاوخوا ۴۶میلیون نفوس لري چې د تاریخي‌ او ښکلیو سیمو د لرلو له کبله د نړۍ ډېر خلک د سیاحت لپاره دغه هېواد ته ځي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۳۹۰زره خلک مړه کړي او ۶.۶ میلیون نور انسانان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG