د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د مهاجرو د توقیف دوه مرکزونه وتړل


د استرالیا حکومت وایي چې د مهاجرو د توقیف د نهو مرکزونو له جملې نه یې دوه مرکزه تړلي دي.

استرالیایي مقاماتو ویلي دي چې نور دغو مرکزونو ته اړتیا نلري ځکه ددې هیواد حکومت توانیدلی چې د غیر قانوني مهاجرو د ورتگ مخنیوی وکړي.

د استرالیا د مهاجرینو د چارو وزیر ډیوید کولمن، وویل "دغه مرکزونه تړل شوي، ځکه حکومت توانیدلی چې خپل سرحدونه کنترول کړي."

خو د مهاجرینو د حقونو مدافعین د استرالیا د حکومت دغه کار یواځې یو چل ول بولي چې د هغوی په وینا پدغو دوو مرکزونو کې میشت پناه غوښتونکي یې نورو مرکزونو ته لیږدولي دي. دوی وایي چې دغه کار ستونزه نه حل کوي.

د ٢٠١٣ کال راهیسې د استرالیا ساحلي ساتونکي د مهاجرو کشتیو ته اجازه نه ورکوي چې ددې هیواد سرحدونو ته لاړې شي او پناه غوښتونکو ته یې خبرداری ورکړی چې هیڅکله به هغوی ته د استرالیا په خاوره کې د اوسیدو اجازه ورنکړل شي.

د رپوټونو له مخې اوسمهال د استرالیا د مهاجرینو په توقیف ځایونو کې شاوخوا ١٢٥٠ مهاجر ساتل کیږي.

ددغو مهاجرو زیاته برخه د ایران، نوي زیلاند او ویتنام اوسیدونکي دي. یو شمیر افغان مهاجر هم د استرالیا په کمپونو کې توقیف وو. په ٢٠١٣ کال کې په استرالیا کې د پناه غوښتونکو شمیر ١٠ زرو ته رسیده.

په عین وخت کې په سلگونو نور مهاجر د استرالیا له اصلي خاورې بهر د "ناورو" په جزیره کې په یو کمپ کې ساتل کیږي چې په ارام سمندر کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG