د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې د افغان مهاجرو دوه میاشتنۍ اعتصاب


په اندونیزیا د افغان مهاجرو اعتصاب
په اندونیزیا د افغان مهاجرو اعتصاب

د اندونیزیا د بورنیو جزیرې د مهاجرو په توقیف ځای کې اوسیدونکو افغان مهاجرو د دوو میاشتو راهیسې په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.

په اندونیزیا کې د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنرۍ زیات شمیر افغان مهاجرو ته د پناه ورکونې اسناد ورکړي، خو بیا هم په هغه هیواد کې میشت افغان کډوال په یو توقیف ځای کې ساتل کیږي.

د اندونیزیا د بورنیو جزیرې په دغه توقیف ځای کې شاوخوا ١٥٠ مهاجر اوسیږي چې اکثر یې هزاره افغانان دي. دوی د ٢٠١٨ کال د جنورۍ له ١٦ راهیسې هره ورځ ددغه مرکز په انگړ کې راټولیږي او د خپل نامعلم سرنوښت په اړه غږ پورته کوي.

په ترکیه کې د مهاجرت د چارو د یو خپلواک څیړنیز مرکز یوه لیکواله امي پیتوناک چې ددغو افغان مهاجرو سره یې کتلي وایي د اندونیزیا د مهاجرو د ساتنې په دغه مرکز کې اوسیدونکي کډوال له ١۴ څخه تر ٦٠ کلونو په عمر دي چې ١۴٧ تنه یې هزاره افغانان دي، دوه سومالیایان او یو ایرانی هم په دې توقیف ځای کې ژوند کوي.

دوی درې غوښتنې لري: باید ازاد شي، ژر تر ژره ځای پر ځای شي او د مهاجرت د چارو کار کوونکي ورسره سم چلند وکړي.

د امي پیتوناک د رپوټ له مخې په اندونیزیا کې دا لومړی ځل ندی چې کډوال د اعتراض غږ اوچتوي. د اندونیزیا د سوماترا جزیرې د بنتان ټاپو په گډون په مختلفو سیمو کې افغان مهاجرو د ٢٠١٢ کال راهیسې د مهاجرت د بدو شرایطو په وجه اعتراضونه کړي دي.

د احسان الله ساحل په نامه یو افغان د بورنیو جزیرې په کمپ کې د افغان مهاجرو غیر رسمي ویاند او د هغوی د ټویټر حساب چلونکی دی چې له دې لارې خپل حال بیانوي.

هغه د مهاجرت د چارو ترکي خپلواک څیړنیز مرکز څیړونکې ته ویلي چې د امریکا د پوځ سره یې درې کاله په افغانستان کار کړی او په ٢٠١۴ کې هغه وخت له افغانستان نه ووت چې ژوند یې په خطر کې و.

هغه لومړی هند بیا مالیزیا او بالاخره اندونیزیا ته رسیدلی دی. په جاگارتا کې د ملگرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د راجستر کیدو وروسته په الوتکه کې د بورنیو جزیرې د بالیک پاپان د مهاجرو توقیف ځای ته انتقال شوی دی او د ٢٠١۴ کال د دسامبر د ١٨ راهیسې دلته بندي دی.

ښاغلي ساحل د بالیک پاپان د توقیف ځای نه سر ټکولی او ویلي دي چې دلته پوره گڼه گوڼه ده او شرایط یې "خورا بد" دي. هغه ویلي دي چې اکثر افغانان چې دلته ژوند کوي د بې خوبۍ او روڅي او عصبي اختلالاتو نه رنځیږي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مقاماتو ددغو افغان معترضینو په اړه په رسمي توگه څه ندي ویلي. خو هغوی په توقیف ځایونو کې افغان اعتراض کوونکو ته ویلي دي چې که اعتراضونو ته دوام ورکړي هغوی به کوم دریم هیواد ته ونه لیږل شي.

د ٢٠١٦ کال د دسامبر پورې په اندونیزیا کې ۱۴۴۰۵ مهاجر او پناه غوښتونکي میشت وو چې له دې جملې نه یې ۷۱۵۴ تنه افغانان وو. که څه هم چې دقیقې شمیرې نشته خو ویل کیږي چې په اندونیزیا اکثر افغان پناه غوښتونکي د هزاره قوم څخه دي.

اکثر افغان مهاجر د هند او تایلند له لارې اندونیزیا ته تللي دي. دوی غواړي د اندونیزیا له لارې ځان استرالیا ته ورسوي. خو استرالیا مهاجرو ته د پناه ورکولو خورا سخت شرایط لري.

XS
SM
MD
LG