د لاس رسي وړ اتصالات

وروستي استرالیایي پوځیان له افغانستان څخه ووتل


د استرالیا د دفاع وزیر وایي په افغانستان کې یې ۲۰ کلن جګړیز ماموریت پای ته ورسید.

د استرالیا د دفاع وزیر نن د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې پوځي ماموریت پای ته رسیدلی او او پدې تیرو څو اونیو کې یې ټول سرتیري له دې هیواد نه وتلي دي.

استرالیا د اپریل په میاشت کې اعلان کړی و چې د امریکا د متحده ایالاتو د تصمیم مطابق به په افغانستان کې خپل پاتې سرتیري د سپتمبر تر میاشتې پورې وباسي.

د استرالیا د دفاع وزیر پتر ډوټن د سکای نیوز خبري شبکې ته ویلي چې ددې هیواد پاته ۸۰ تنه دفاعي پرسونل په «وروستیو اونیو کې» له افغانستان ووتل.

استرالیا په تیرو شلو کلونو کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ضد د امریکا او ناټو د ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته ۳۹ زره سرتیري استولي وو. دغه ماموریت دې هیواد ته د میلیاردونو ډالرو په لګښت او ۴۱ سرتیرو په له لاسه ورکولو تمام شو.

په ۲۰۰۹ کال کې استرالیا په افغانستان کې ۱۵۵۰ سرتیري درلودل، که څه هم چې په ۲۰۱۳ کال یې د خپلو محاربوي سرتیرو په ایستلو سره په افغانستان کې پوځي حضور راکم شو، خو جګړې دې هیواد ته مالي او ځاني تاوانونه ورسول او په هیواد کې دننه یې سیاسي مخالفتونه رامنځ ته کړل

څه موده وړاندې د استرالیا د دفاع وزارت د پراخو پلټنو وروسته اعلان وکړ چې ۱۹ پخواني پوځي منسوبین یې په افغانستان کې د ۳۹ بندیانو او ملکي افغانانو د وژنې په وجه محاکمه کیږي. دغه وژنې په ۲۳ ځانګړو پیښو کې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوي دي.

د بشري حقونو د دفاع ډلو او د استرالیا د پخوانیو پوځیانو ډلو پر حکومت فشار راوړی چې د هغو سرتیرو ترمنځ د ځان وژنې د لوړو پیښو په اړه رسمي پلټنې وکړي چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی.

د استرالیا پوځ او پولیس همداشان په فعاله توګه هغه تورونه پلټي چې ددې هیواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG