د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کروندګر په قتل د تورن استرالیايي عسکر محکمه پیل شوه 


د استرالیا سرتېري د اروزګان په ولایت کې
د استرالیا سرتېري د اروزګان په ولایت کې

د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د عسکر رابرتس سمت محکمه نن دوشنبه جون په اوومه (غبرګولي ۱۷) پیل شوه.

دی په افغانستان کې په قتل او ځینو نورو ناوړو کړنو تورن دی.

په همدې حال کې دغه عسکر د استرالیا د دریو ورځپاڼو «سډني مارننګ هیرالډ، دي کانیرا ټایمز او دي ایج ملبورن» په ضد عریضه کړې ده. دغو ورځپاڼو د دغه استرالیايي عسکر د جنګي جنایتونو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د محکمې اسناد ښيي چې دغو ورځپاڼو ویلي چې د حقایقو په اساس یې راپورونه خپاره کړي دي. د استرالیا پوځ او پولیس په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو تورونه څېړي او په اړه یې پلټني کوي.

د استرالیا پوځ د تېرکال پلټنو وښوده چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو ۳۹ ولسي اسیر افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.

رابرتس سمت تورن دی چې د علي جان په نامه یو افغان کلیوال یې وهلی، ټکولی، تړلی او بیا یې په مرمیو د وېشتلو امر کړی دی. خو د هغه مدافع وکیلان دا تورونه خندونکي بولي او وایي چې د علي جان د وژنې قضیه «د توجیه وړ» ده.

کروندګر علي جان د ۲۰۱۲ د سپتمبر په ۱۱ نېټه په ارزګان ولایت کې وژل شوی و. ورځپاڼو چې محکمې ته کوم اسناد وړاندې کړي، په کې راغلي دي چې په داسې حال کې چې هلیکوپتري د ارزګان د چوره ولسوالۍ د دوران په کلي کې استرالیايي ځواکونه انتقالول، رابرتس سمت دغه افغان کروندګر دومره وهلی و چې غاښونه یې مات شوي وو او بیا خپل یو عسکر ته ویلي وو چې هغه په ډزو ووژني.

خو د رابرتس سمت مدافع وکیلانو ویلي چې کیسه داسې نه وه او بله خبره دا چې علي جان د استرالیايي ځواکونو د فعالیتونو په اړه وسله والو مخالفانو ته معلومات ورکول. د هغه مدافع وکیل مک کلنتوک ویلي چې علي جان د جنګي اصولو په اساس وژل شوی او له هغه سره مخابره هم وه.

وايي موکل یې کوم بې وسلې کس نه دی وژلی. مدافع وکیل زیاته کړه چې علي جان له یو بل استرالیايي عسکر سره په شخړه کې و او معلومه نه ده چې د هغه په ډزو وژل شوی که د رابرتس سمت په ډزو.

ټاکل شوې چې محکمه به د دغې پېښې د نورو شاهدو عسکرو او د علي جان د کورنۍ د غړو ګواهي او خبرې هم اوري.

څه موده مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د استراليايي عسکرو د جنګي سرغړونو د تورونوپه تړاو د استرالیا د دفاعي ځواکونو د پلټونکې ادارې د راپور هرکلی وکړ.

وزارت ویلي وو چې دواړه هېوادونه په ګډه کار کوي ترڅو د څيړونکي پلاوي سپارښتنې عملي شي او د جنګي سرغړونو له امله زیانمنو کسانو ته د خسارې جبران وشي.

د استرالیا د دفاع وزارت موندنې ښيي چې په افغانستان کې یو شمیر میشتو استرالیايي ځواکونو ۳۹ افغانان په غیرقانوني توګه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG