د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا د امریکايي پولیسو په مرسته له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخیستونکي نیولي


د استرالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۷) اعلان وکړ چې د امریکا دفدرالي تحقیقاتو ادارې (اف‌ بي‌ ای) په مرسته یې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې یوه "پېچلې" شبکه ړنګه کړې او ۱۹ کسان یې نیولي دي.

د استرالیا د فدرالي پولیسو مشرې هیلین شنایډر وویل چې ۱۳ ماشومان د دغې "خطرناکې" شبکې له منګولو څخه ژغورل شوي.

چارواکو وویل چې دې شبکې په "ډارک ویب" کې د ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه معلومات داسې شریکول چې کشف نشي.

شنایډرخبریالانو ته وویل: "دا چې دا شبکه توانېدلې د دومره وخت دپاره ځان له کشف کېدو او نیول کېدو وژغوري، ښیې چې دوی څومره خطرناک وو." پولیسو وویل چې یو شمېر نیول شوي کسان استرالیایان دي او مسلک یې کمپیوټر دی.

دا ډله د امریکا د فدرالي پولیسو په مرسته د نړیوالو تحقیقاتو په لړ کې نیول شوې ده. د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې له دې وړاندې په امریکا کې له ماشومانو په ناوړه ګټه اخیستنې تورن ۷۹ کسان نیولي وو.

په امریکا کې د اف بي ای د ۲۰۲۱ کال دې اوږدمهالو عملیاتو هغه مهال شهرت وموند چې په فلوریډا ایالت کې د تورنو کسانو د لټون پر مهال د دې ادارې دوه کارکوونکي په ډزو ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG