د لاس رسي وړ اتصالات

د اذربایجان ولسمشر د قره باغ په مرکز کې خپل بیرغ اوچت کړ 


د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف
د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف نن یکشنبه اکتوبر ۱۵ (تله ۲۳) په قره باغ باندې د خپل هېواد بیرغ وځړوه او پدغې سیمې باندې یې د خپل حاکمیت مهر ولګوه.

ارمني بیلتون غوښتونکو دا سیمه په ۱۹۹۰ کال کې نیولې وه او له هماغه راهېسې دواړو هېوادونو د دغې سیمې په مالکیت دعوې او شخړې لرلې. دا له هغې نېټې راورسته قره باغ ته د اذربایجان د ولسمشر لومړی سفر دی.

باکو د الهام علیوف تصویرونه خپاره کړي چې په سیمه کې ګرځي. د اذربایجان ځواکونو د ډسمبر په میاشت کې د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ په قره باغ باندې د بیلتون غوښتونکو حکمراني ختمه کړه.

د قره باغ اکثریت ارمني اوسېدونکي چې شمېر ۱۲۰زره تنو رسېږي، له دغو عملیاتو وروسته ارمنستان ته وتښتېدل.

علیوف داسې مهال دغې سیمې ته سفر کړی چې د هغه د جمهوري ریاست دوره شل کلنه شوه، هغه ژمنه کړې وه چې قره باغ به ونیسي.

په همدې حال د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانیس په قره باغ کې د مسیحیانو د عباتځایونو د ساتلو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي دي چې د بې ځایه شویو خلکو وضعیت جدي دی او باید یې عبادتځایونه خوندي وي.

ارمنستان اذربایجان تورن کړی چې په سیمه کې یې قومي تصفیه روانه کړې ده، خو باکو دا تور رد کړی دی.

الهام علیوف په ۲۰۰۳ کال کې جمهور رئیس شوي او له خپل پلار څخه یې واک ترلاسه کړ.

اذربایجان او ارمنستان د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د د غې سیمې د مالکیت دعوه لرله او په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کالونو کې خونړۍ جګړې هم وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG