د لاس رسي وړ اتصالات

د ناګورنو-قره باغ شخړه: د اذربایجان ولسمشر د ارمنستان صدر اعظم سره له خبرو انکار وکړ


د ازربایجان او ارمنستان مشران
د ازربایجان او ارمنستان مشران

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف په اروپا کې د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره له ملاقات کولو ډډه کړې. ټاکل شوې وه دا ملاقات په همدې اوونۍ کې وشي.

یو چارواکي د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (میزان۱۲) وویل چې د اذربایجان ولسمشر ځکه له دغه ملاقات څخه انکار کړی، چې اروپا د ارمنستان ننګه کوي. دغه مقام وايي چې ولسمشر علیوف به د هسپانیا په ګراناډا کې د اروپا د سیاسي کمیټي غونډې کې ګډون کوي، خو له صدراعظم پاشینیان سره به خبرې نکوي. هغه دا یو شرم وګاڼه چې دا مشران به د دواړو خواو ترمنځ د لانجمنې سیمې ناګورنو-قره باغ په اړه "یو مهم سند" نه لاسلیک کوي.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې اذرابایجان د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ناګورنو-قره باغ سیمه بېرته ونیوله، دا سیمه د امریکا له ملاتړه د برخمنو بیلتون غوښتونکو کور ګڼل کېږي.

ټاکل شوې وه چې فرانسه، جرمني او اروپایي شورا به د دغو دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو منځګړتوب کوي. یو اذربایجاني مقام ویلي دي: "ازربایجان په دې ډول غونډو کې ګډون مهم نه ګڼي." هغه زیاته کړې ده چې علیوف ځکه په دې غونډه کې ګډون نکوي،‌ چې "فرانسوي مقاماتو د ارمنستان په پلوۍ اعلامیه خپره کړې... او ارمنستان ته یې د وسلو او مهماتو د انتقال او پوځي همکاریو په اړه اعلامیه خپره کړې" ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیره کاترین کولونا تېره ورځ د ارمنستان په پلازمینه ایروین کې وویل چې فرانسې موافقه کړې ده چې ارمنستان ته به وسلې انتقالوي، خو‌ په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

همدغه راز د اروپايي شورا مشر چارلز میشل هم په باکو باندې انتقاد کړی دی چې ولې یې له پوځي ځواک څخه کار اخیستی دی. دغه مقام وویل چې د ملاقات د نه کولو یو بل علت همدا خبرې دي. چارلز میشل د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو ملاقاتو کوربتوب کړی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل وايي چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې مهمې دي. هغه خبریالانو ته وویل: "موږ خبر شوي یو چې ولسمشر علیوف په ګراناډا کې په پېشنهاد شویو خبرو کې برخه نه اخلي. موږ په دوامداره توګه دا څرګنده کړې ده چې د ارمنستان او ازربایجان ترمنځ د اوږدې شخړې د حل لپاره خبرې مهمې دي."

اخوا د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر بن کاردین په یوې اعلامیې کې په اذربایجان باندې د مرستو بندولو غږ کړی دی.

د ارمنستان صدراعظم پاشینیان تېره ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت د یو پلاوي سره په اروپا کې د امنیت شورا په غونډه کې برخه اخلي او هیله یې کړې وه چې "دا مهم سند" به امضا کړي.

د اذربایجان له بریدونو وروسته د ناګورنو- قره باغ اکثریت ارمني اوسېدونکي له سیمې څخه تښتېدلي او بیلتون غوښتونکو خپل جوړ کړی جمهوریت لغوه کړی.

ارمنستان او ا‌‌‌‌‌ذربایجان د پخواني شوروي‌ اتحاد له وروستیو ورځو راهېسې په دغو غرنیو سیمو باندې لانجه لري او هر یو یې خپله برخه بولي. دوی په ۱۹۹۰ کلونو او ۲۰۲۰ کې جګړې هم وکړې چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG