د لاس رسي وړ اتصالات

د قره باغ بېلتون غوښتونکی حکومت منحل کیږي


 د قره باغ له غرنۍ سیمې څخه زرګونه ارمني‌ توکمه اوسیدونکي د وتلو په حال کې
د قره باغ له غرنۍ سیمې څخه زرګونه ارمني‌ توکمه اوسیدونکي د وتلو په حال کې

په داسې حال کې چې ارمنستان ته د ناګورنو قره باغ له غرنۍ سیمې څخه د زرګونو ارمنیانو د کډه کولو لړۍ دوام لري، د دغه بېلتون غوښتونکې سیمې د حکومت مشر د پنجشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۸ (تلې۶مه) د خپل حکومت د منحل کېدو خبر ورکړ.

د قره باغ د بېلتون غوښتونکي سیمې (د تش په نامه رئیس) سامویل شاهرامانیان لخوا دغه اقدام وروسته تر هغه صورت مومي، چې اذربایجان د شنبې په ورځ د چټکو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د قره باغ د غرنۍ سیمې کنټرول بیرته ترلاسه کړ او د سیمې د ارمني بېلتون غوښتونکو څخه یې وغوښتل چې خپلې وسلې پرځمکه کیږدي او همداراز خپل بېلتون غوښتونکی حکومت منحل کړي.

په ورته وخت کې د ارمنستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د ناګورنو قره باغ د بېلتون غوښتونکې سیمې تر نیمایي زیات اوسیدونکي دغه هېواد ته کډه شوي دي.

د قره باغ سیمه چې له ۱۲۰ زرو څخه زیات ارمنيان په کې اوسیږي، په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې موقعیت لري او د نړیوالې ټولنې له خوا د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل کیږي.

تیره پنجشنبه ارمنستان ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړ چې اذربایجان د ناګورنو قره باغ سیمې په نیولو سره "قومي تصفیې" او "د بشریت ضد جرم" ترسره کوي.

خو د اذربایجان حکومت د شنبې په ورځ، سپتمبر (۲۳مه)‌ ملګرو ملتونو ته دا ژمنه ورکړه، چې د قره باغ په لانجمن سیمه کې د ارمني لږکیو سره به د هغه هیواد د نورو اتباعو په څیر "مساوي" چلند وکړي.

له بلې خوا د اذربایجان چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د قره باغ سیمې پخوانی بېلتون غوښتونکی مشر روبن واردانیان د ترهګرۍ په تمویل او په ناقانونه توګه له پولې څخه په تېرېدو تورن کړ. دا تورونه یوه ورځ وروسته له هغې ولګیدل چې د اذربایجان سرحدي پولیسو وردانیان چې له زرګونو نورو ارمنیانو سره ارمنستان ته پر لاره و، توقیف او باکو ته یې انتقال کړ.

په روسیې کې د پانګونې د یو بانک دغه څښتن د ۲۰۲۲کال په سپټمبر کې د قره باغ سیمې ته راغی او د سیمه ایز حکومت د مشر په توګه یې د روان ۲۰۲۳م کال تر پیل پوري دنده ترسره کوله. نوموړي بیا وروسته له دغې دندې استعفا ورکړه.

اذربایجان او ارمنستان د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول پر سر چې په نړیواله کچه د اذربایجان یوه برخه ده، دوه ځلې جګړې کړي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو میاشتنۍ جګړه د روسیې په منځګریتوب د یوه اوربند په ټینګیدو سره پای ته ورسیده. په هغه جګړې کې ارمنستان یو شمېر سیمې چې د څو لسیزو راهیسې ددغه هېواد تر کنټرول لاندې وو،‌ پریښودلې.

ارمنستان او اذربایجان وړاندې تر دې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د پخواني شوري اتحاد له منځه ولاړ شي ددې اتحاد غړي جمهوریتونه وو، چې وروسته یې خپلواکۍ واخیستې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG